د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

د کندهار بزګر له کلونو راهیسې د دهلي د بند جوړیدو ته سترګې په لاره دي


د کندهار ډیر بزګر سږکال هیلمن وو، چې کله په پسرلي کې د غرونو واروې ویلي کیږي؛ په خپله سیمو کې به د کانال رغیدل د دوی مځکو ته نوی ژوند او نوې ساه ورکړي.

خو اوس چې په دې دوبي کې ګرمي مخ په ډېرېدو ده؛ اوبه مخ په کمېدو دي او د دهلي په بند کې دا توان نشته چې دوی ته په کافي اندازه اوبه زیرمه کړي.

بزګر اندښمن دي، چې که د اوبو سیستم په سمه توګه ورته برابر نه شي؛ نو د دوی فصلونه به د تیرو کلونو په شان د دوبي سختو لمرونو ته ټینګ نشي.

کاناډا د پنځوس میلونه ډالرو مرستي ژمنه کړې وه؛ چې په دې پیسو به په کندهار کې د اوبو ورکولو سیسټم او د دهلي بند چې بیلابیلو سیمو ته اوبه رسوي جوړ شي.

خو افغان بزګر او چارواکي شکایت کوي، چې دې پروژې ته ځانګړې شوې پیسې خوشې ولګیدې او د هغو خلکو جیبونو ته ولوېدې؛ چې په فساد کې ښکیل دي. پیسي لاړې او بند جوړ نه شو.

وورسته له دومره لویو تیروتنو د دهلي د دې پخواني بند مخرن له خټو ډک دی او نه شي کولی؛ چې ډېرې اوبه په کې ذخیره شي او د دوبي په ګرمو میاشتو کې د کندهار مځکې چې تر بله هر وخته ډیرې وچې دي؛ خړوبې کړي.

دوه پنځوس کلن میراب ذکریا چې د کلي د کانال مسوول دی وایي، زه غواړم کاناډایانو ته دا ووایم چې که تاسو دا زموږ په کانال کې د سرو زرو فرش وغوړوﺉ نو موږ به یې څه کړو.

ذکریا مجبور دی، چې نیژدي زرو هغو وږو بزګرو ته ځواب ووایي؛ چې د دې بند له لارې یې مځکو ته اوبه ورتلي. هغه وايي، که موږ اوبه ونه لرو زموږ اصلی ستونزه به حل نه شي.

ذکریا زیاتوي، زه پیسو ته اړتیا نه لرم زه ریښتنی کار غواړم. که تاسو غواړي، چې په رښتیا کوم کار وکړﺉ، نو په سمه لاره یې ترسره کړي.

د ذکریا په شان نور ډیر بزګر هم ورته خبرې کوي او وایي، چې له سختو ستونزو سره مخامخ دي. بزګر وايي، دوی د خپلو فصلونو لپاره کافي اوبه نه لري او هر کال یې ډیره خواري په اوبو لاهو شي.

د شاه ولي کوټ د ولسوالۍ یو بزګر بیا د خپلې بې وسۍ او د اوبو د نشتوالي له امله د خپلو میوه لرونکو ونو د وهلو کیسه کوي.

″زه مجبور شوم چې خپلې میوه لرونکي ونې ووهم؛ ځکه چې اوبه ورته نه رسیدی او بله دا چې کروندې مو هم وچې شوې.″

په کندهار کې د اوبو رغولو پروژه له هیواده دباندي د کاناډا ډېره لویه پروزه وه؛ چې ویل کیږي له سختي ناکامۍ سره مخامخ شوه. خو کاناډایان په کندهار کې ناامنیي او ادارې فساد د دې ناکامي اصلي لامل بولي.

کاناډا چې یو اعشاره شپږ پنځوس بیلونه ډالره د افغاسنتان د بیارغونې د پروژو لپاره له افغاسنتان سره مرسته کړي، خپل جنګي عسکر یې تیر کال له جګړه ځپلي کندهار ولایت څخه وویستل.

خو کاناډا وایي، چې په افغانستان کې به د بیارغوني په برخه کې مرسته وکړي او د دهلي د بند جوړیدل خو د دې پلان په سر کې و. خو دوی خپله د کندهار چارواکي په اداري فساد تورنوي او و ايي؛ چې په کندهار کې چارواکو په سمه توګه د دهلې د بند په جوړلو کې کار نه دی کړی او لا هم په کې اداری فسا د شته.

دوی وایي، د دهلي بند یو څه ورغول شو او هغه پیسي چې کاناډا د ښوونځو د جوړلو لپاره ورکړې وې په مقابل کې یې ډیرې خرابې ودانۍ چې د ساختماني موادو کیفیت یې ښه نه وو زده کونکو ته جوړې کړای شي.

کاناډا د دهلي د بند په جوړلو په کار کې افغان چارواکي په ناکامۍ ملامتوي او افغانان کاناډایان او په دې منځ کې د دهلي د بند کاسه هماغسي له خټو ډکه پاتې ده.

انجنیر شیرمحمد چې په کندهار کې د اوبو رسولو په برخه کې کار کوي وايي؛ اوس نو د اوبو مخزن یا د ده په اصطلاح کاسه دومره له رسوباتو ډکه ده چې نشی کولی حتی لږه مځکه هم خړوبه کړي.

دهلي بند دومره له خټواو رسوباتوډک دې چې اوبه ترې سر شوي او د شاوخوا سیمو خلک له دی اندیښمن دي؛ چې نور کورونه او مځکې به هم تر اوبو لاندې شي.

د دهلي بند د کندهار له مرکز څخه د ښار شمال ختیځ لور ته د څلویښتو کیلو مترو په واټن کې پروت دی. خلک دې بند ته ډیر اندښمن دی او وایي که چرته مسوول کسان په دې برخه کې اقدام ونه کړي نو د کندهار خلک به له نور فقر سره مخامخ شي.
XS
SM
MD
LG