د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

د کندهار د دهلې د بند پروژه په روان کال کې پای ته رسيږي


د دهلي بند چې د کندهار ښار څخه ٤٠ کیلومتره شمال ته طرف ته د شاولي کوټ په ولسوالۍ کې د ارغنداب پر رود شاوخوا ٦٠ کاله مخکې د امريکا د متحده ايالاتو له خوا جوړ شوي د کندهار د اوو ولسواليو بزګران او باغ لرونکي يي د اوبو څخه استفاده کوي.

د کندهار د اوبو د تنظيم ريس شيرمحمد عطايي نن په يوې خبري ناسته کې وويل، چې دغه بند پنځوس فيصده له رسوباتو څخه ډک شوی او نه شي كولای چې كروندګرو او بڼ والو ته د څلويښت کاله مخکې په څير اوبه ورکړي.

شيرمحمد عطايي وويل، د دهلي بند بيارغونه چې په كندهار كې د ابياري په برخه كې تر ټولو لويه او مهمه پروژه ده د كاناډا هېواد په مالي او تخنيکي مرسته ترسره کيږي چې د رغوولو چارې به يي د روان کال تر پايه بشپړې شي.

د ښاغلي عطايي په خبره په دغه پروژه کې شپږ نورې کوچنې پروژې هم شاملي دي، چې هغه د پلونو پلچكونو او سړك رغوول دي كوم چې د بند په امتداد يا مسير كې پراته دي:

(بندر انحرافي، عمومي سربند ، د لاور خان کلاچه، د عمومي کانال داخل، د سربند عمومي کانال او بابا ولي کانال په ښه ډول ترميم شوي دي او 74 نورې ټول ګټې پروژې د کندهار ولايت په مختلفو برخو کې اجراء شوي دي.)

د ياد ولو وړده چې د دهلي د بند د اوبو څخه د ارغنداب پنجوايي ، ډنډ ژړې او دامان ولسواليو شاوخوا يو میليون بزګران او باغ لرونکي استفاده کوي .

راپور- محمدصادق رښتيني،کابل
XS
SM
MD
LG