د افغانستان بانک د یوه امریکايي قاضي د پرېکړې هرکلی وکړ

د طالبانو په کنترول کې د افغانستان بانک

د افغانستان بانک چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه د یوه امریکايي قاضي د پرېکړې هرکلی وکړ.

د نیویارک د منهاټن سیمې یوه قاضي جورج ډانیلز پرون پرېکړه وکړه چې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ درې نیم میلیارده ډالر به د سپټمبر د یوولسمې د پېښې قربانیانو ته نه ورکول کېږي.

ډانیلز دې ټکي ته چې متحدوایالتونو د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی اشاره وکړه او ویې ویل، د امریکا محکمې په دې اړه د پرېکړې صلاحیت نه لري.

نوموړي قاضي ویلي چې د سپټمبر د یوولسمې په قضیه کې باید طالبان مسوول وګڼل شي نه د افغانستان پرځېدلی جمهوري نظام یا د دې هېواد وګړي.

د افغانستان مرکزي بانک دغې پرېکړې ته په غبرګون کې یوه اعلامیه خپره کړې او په کې يې ویلي، د افغانستان شتمني د افغانانو پانګه او د قانون مطابق د افغانو د پولي ثبات او د مالی سیستم د پشتوانې لپاره په نړۍ کې استفاده کېږي.

د قاضي ډانیلز حکم د هغو څلورو ډلو لپاره چې د نیویارک په فدرال زېرمو کې د افغانستان بانک د اوه میلیارد ډالره شتمنۍ یوه برخه پر امریکا د تر ټولو لویې تروریستي حملې د قربانیانو د کورنیو حق بولي، لویه ماتې بلل کېږي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د تېر کال په فبروري میاشت کې اعلان وکړ چې د افغانستان بانک د اوه میلیارد ډالره کنګل شوې شتمنۍ نیمايي برخه دې د سپټمبر د ۱۱مې د برید قربانیانو کورنیو او پاتې درې نیم میلیارد ډالره دې د افغانستان د خلکو لپاره خوندي وساتل شي.