د طالبانو د مالیې وزارت ادعا کړې چې تېرو یولسو میاشتو کې یې له ګمرکونو ۱۰۰ میلیارده افغانۍ عاید ترلاسه کړی دی.
دغه وزارت نن د فبرورۍ ۲۰مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه عواید بې ساري دي او په خبره یې نورو کلونو کې د ګمرکونو کلني عواید له ۷۲ میلیارده افغانیو نه اوښتل.
دوی که څه هم د دې کار لامل په ګمرکونو کې د فساد مخنیوی او د سیستمونو عصري کول یاد کړي، خو ځینو سوداګرو پخوا ویلي، پر سوداګریزو توکو ګمرکي تعرفې منصفانه نه دي.
تېر کال ننګرهار کې د صنعت او معدن خونې رییس حاجي تور ملنګ ویلي و، د ګمرکې تعرفو د لوړوالي له کبله د شوکاڼي او نورو صنعتونو ۴۵ کارخونې تړل شوي دي.
پخوا تر دې د افغانستان په نورو بندرونو کې سوداګرو شکایت کړی چې پر واردېدونکو توکو یې لوړې ګمرکې تعرفې د دوی ګټه وټه زیانمنه کړې ده.
نړیوال بانک هم په خپل نوي راپور کې چې د تېرې جنوري میاشتې په ۲۵مه خپور شو ویلي، تېر کال افغانستان کې صادرات او عواید ښه و او د افغانۍ ثبات هم ساتل شوی دی.