د روغتیا نړیوال سازمان: د افغانستان روغتیایي سیستم تر فشار لاندې دی

ارشیف: په غور کې د یوه روغتون څنډه. دلته په خوارځواکۍ اخته ماشومان تر درملنې لاندې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او وایي، د افغانستان روغتیایي سیستم تر فشار لاندې دی، خو تراوسه یې سقوط نه دی کړی.

د افغانستان لپاره د دې سازمان څانګې پرون په یوه ټویټ کې وویل، د بسپنه ورکوونکو او د ملګرو ملتونو د ملاتړ پر مټ د دې هېواد روغتیایي سیستم دوام کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، که څه هم ستونزې شته، خو د روغتیایي سیستم مقاومت ته پام نه دی شوی.

د عامې روغتیا اونیزې مجلې د شنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دې هېواد کې ډېر روغتیایي مرکزونه د اقتصادي ستونزو له کبله د تړل کېدو له ګواښ سره مخامخ وو چې د یونېسف او د روغتیا د نړیوال سازمان د مرستو پر مټ یې فعالیت تراوسه دوام کړی دی.

د دې مجلې په وینا د ۹۶ روغتونونو په ګډون څه باندې ۲۳۰۰ روغتیایي مرکزونه توانېدلي چې خپلو روغتیایي خدمتونو ته دوام ورکړي.