رییسي: د ایران حکومت پر ضد پراخو اعتراضونو ماتې خوړلې

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي

په داسې حال کې چې ایران د اسلامي انقلاب ۴۴مه کلیزه نمانځي ولسمشر ابراهیم رییسي وايي په دې هېواد کې د حکومت پر ضد پراخو اعتراضونو ماتې خوړلې ده.

رییسي دا څرګندونې نن په داسې حال کې وکړې چې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې زرګونه کسانو لاریونونه وکړل او په پلازمېنه تهران کې پوځ خپل تجهیزات نندارې ته وړاندې کړل.

ایران هر کال د فبروري یوولسمه په ۱۹۷۹ کال کې د رضاشاه پهلوي د واکمنۍ پرځېدل د بریا د ورځې په توګه نمانځي.

په ایران کې په تېره سپټمبر میاشت کې وروسته له دې چې پولیسو ۲۲ کلنه مهساامیني د پوره حجاب د نه مراعاتولو په تور ونیوله او هغې په توقیف کې سا ورکړه، د خلکو پراخ اعتراضونه پیل شول.

د اسلامي انقلاب د کلیزې په درشل کې د اعتراضونو پرمهال د حکومت د ځپونکو اقداماتو د قربانیانو کورنیو پر ټویټر د یوه کمپاين په ترڅ کې له بهرنیو ډیپلوماتانو وغوښتل چې په دې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې دې ګډون نه کوي.