سرچینه: طالبانو دایکندي کې یوه ښځه او یو سړی په دُرو وهلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د دایکندي ولایت موقعیت

د راپورونو له مخې طالبانو په دایکندي ولایت کې یوه ښځه او یو سړی په عام محضر کې په دُرو وهلي.

یوې سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې د ناوه مېش ولسوالۍ لومړنۍ محکمې دغو کسانو ته د نامشروع اړیکو د درلودو په تور پرون سزا ورکړې.

طالبانو دوه ورځې مخکې هم په غور کې د یوې ښځې په ګډون شپږ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي.

د طالبانو پر چارواکو باندې د بشري حقونو مدافع ټولنې نیوکه کوي چې تورن کسان له قانوني مراحلو پرته په خپلسر محاکمه او په سزا رسوي.