طالبانو ميدان وردګو کې مارغانو ته د غنمو د دانو شيندلو لړۍ پيل کړې

طالبانو ميدان وردګ کې د وحشي مارغانو د نسل ژغورنې هڅې پيل کړي

د دغه ولایت د طبعي پېښو پر وړاندي د مبارزې ریاست مسوولین وايي، دوی د یاد ولایت په غرونو او دښتو کې د صحرايي مارغانو د نسل ژغورنې او تغذيې په موخه د غنمو شنیدولو لړۍ پیل کړې.

د ميدان وردګ ولایت اوسېدونکي د طالبانو د دغه اقدام څخه هر کلي کوي.

طالبانو داسي مهال د وحشي مارغانو د نسل ژغورنې هڅې پیل کړي چې همدا اوس د دغه ولایت په ګډون د افغانستان په نور سیمو کې په ښکاره توګه د مارغانو ښکار کېږي.

نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ميدان وردګ راپور