د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۶

اوسیدونکي: غزني ته د جګړو له امله اوس مسافر مارغان نه راځي


د غزني په یوه دوکان کې الوتونکي مارغان
د غزني په یوه دوکان کې الوتونکي مارغان

جګړې که یوې خوا ته انسانان ویرولي، خو بلې خوا ته یې څاروي، ځناور او ان مارغان هم ویرولي او ترهولي دي.

د غزني یو شمېر اوسېدونکي وايي، هغه مسافر مارغان چې غزني ته به راتلل اوس د جګړې له امله نه راځي.

د دوی په خبره، دغه مارغانو اوس د خپل سفر لارې چپې کړې او مېشت ځایونه یې نور ټاکلي دي.

۵۵ کلن محمدولي په غزني ښار کې مارغان پلوري وايي، دلته که اوس د جګړو له امله مسافر مارغان نه راځي، نو له دې امله د سلګونو کسانو کاروبار هم ورسره خراب شوی دی.

محمد ولي وايي: "جګړه خو هر شي ته ضرر رسوي، الوتونکو ته هم، دا توپونه چې ویشتل کېږي، دا په دوی باندې بده اغېزه کوي، په غرونو کې يې له منځه وړي، جګړه د انسانانو په څېر حیوانانو ته هم ضرر رسوي."

د دغه مارغانو د مېشت ځایونه په ناور، خواجه عمري، جغتو، اندړ، مقر، قره باغ او ځینو نورو ولسوالیو کې دي چې د دغه ولسواليو زیاتې سیمې اوس له جګړو سره مخ دي.

۱۸ کلن هجران احمد هم په غزني ښار کې د قفسونو او مارغانو پلورلو دوکان لري وايي: "له څو کلونو څخه مارغان لږ شوي وو، خو تېرو دوو کلونو کې بېخي ورک دي، هېڅ ډول مارغان غزني ته نه راځي، ځکه اوس جګړې زیاتې شوي."

د مارغانو د مېشت ځایونه په ناور، خواجه عمري، جغتو، اندړ، مقر، قره باغ او ځینو نورو ولسوالیو کې دي
د مارغانو د مېشت ځایونه په ناور، خواجه عمري، جغتو، اندړ، مقر، قره باغ او ځینو نورو ولسوالیو کې دي

خو د غزني سیمه يیز چارواکي بیا د جګړو ترڅنګ پرله پسې وچکالۍ هم دغه ولایت ته د مسافرو مارغانو د نه راتګ دوه لاملونه ښيي.

په غزني کې د چاپېریال ساتنې ریاست مشر حکمت الله مهران وايي: "غزني ته د تېرو کلونو پرتله د مسافرو مارغانو په راتګ کې څو چنده لږوالی راغلی، دغه مارغان چې د وطن ښکلا ده، خو ورځ تر بلې مخ په کمېدو ده، موږ ورته اندېښمن یو. جګړو یې مسیرونه وربدل کړي."

په دغه مسافرو مارغانو کې زرکې، زاڼې، توتکۍ، هیلۍ، بللې، څاړي، باران تلب، سایرې، ګلسران، مړزان، جلان او داسې نور هغه مارغان دي چې په پسرلي کې غزني ته سفر کوي او په مني کې بېرته له خپلو نوېو زېږېدلو مارغانو سره یو ځای تودو سیمو ته ستنېزي.

XS
SM
MD
LG