د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

نوې څېړنه: په طبیعت کې د مارغانو غږونه کم شوي


ارشیف
ارشیف

په اروپا او شمالي امریکا کې څېړونکو په نویو څېړنو کې دې ته پام شوی چې د مارغانو غږونه په طبیعت کې کم شوي دي.

د فرانسې لیمونډ ورځپاڼې ته کتونکي فاهي تیرمیناسیان ویلي دي، کله چې د ښار اوسېدونکي غواړي چې له طبیعت سره په ارتباط کې شي، نو تر هڅه مخکې باغونو ته مخه کوي او کلیو بانډو ته ځي، هلته‌یې په ځانګړي ډول د مارغانو غږونو ته ورپام کېږي، خو داسې ښکاري چې دا اوازونه له طبیعته په کمېدو دي.

یوې نړیوالې څېړونکې ډلې په شمالي امریکا او اروپا کې د تېرو ۲۵ کلونو په ترڅ کې د طبیعت د غږونو په اړه څېړنه کړې ده چې نیچر کامونېکېشن مجلې خپره کړې ده.

د بریتانیا په ایست انګلیا پوهنتون کې سایمون بټلر او د ده همکارانو په شمالي امریکا او اروپا کې په دوه لکه ځایونو کې د مارغانو غږونه ثبت کړي او وایي چې له بده مرغه د دوی لاسته راړونې ښې نه‌دي او هر پسرلی ورو ورو دا غږونه کمېږي.

یو شمېر مارغان
یو شمېر مارغان

نیمه پېړۍ مخکې داسې مدني هڅې وشوې چې مارغان وساتل شي، دې فعالانو به په اروپا کې د څلور کیلومتره مربع په یوه مساحت کې مارغان څارل.

په فرانسه کې د تېرو ۳۲ کلونو په ترڅ کې د مارغانو لپاره ۲،۹۰۰ ځایونه ځانګړي شوي او د ځینو څېړونکو په وینا دا ډول طبیعي پارکونه هم د دې لامل شوي چې په کلیو بانډو کې د مارغانو شمېر کم شي.

نشنل جیوګرافیک سږ کال یوه څېړنه خپره کړه چې د هغې له مخې په نړۍ کې د ۵۰ او ۴۳۰ میلیارده ترمنځ مارغان ژوند کوي. په دوی کې تر ټولو ډېرې کورنۍ مرغۍ دي چې شااوخوا ۱،۶ میلیاردو ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG