د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

کندز کې د مارغانو ناقانونه ښکار خلک اندېښمن کړي دي


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

یو شمېر کندزیان وايي، د مارغانو او وحشي ژویو ناقانونه ښکار دوی اندېښمن کړي دي.

د دوی د خبرو له‌مخې، په افغانستان کې د دوامداره جګړو، د ځنګلونو له منځه تلل، وچکالۍ او د خپل سري ښکار له امله د نورو وحشي ژویو ترڅنګ د مارغانو نسلونه هم مخ په ورکېدو دي.

د کندز ښار یوه اوسېدونکي غلام حیدر حیدر په دې تړاو ازادی راډیو ته وویل: "دغه وحشي ژوې او مارغان د چاپيریال د ښکلا سبب ګرځي او چاپېریال پرې ښه ښکاري او د دې ښکار باید ونه شي. زه له ټولو ښکاریانو غوښتنه کوم چې د وحشي ژویو او مارغانو له ښکار کولو څخه ډډه وکړي."

یو شمېر هېوادوال د زهري موادو په ذریعه مارغان ښکار کوي

د دې ولایت یوبل اوسېدونکی جاوید زاخېل وايي، ښکاریان د زهري موادو په وسیله مارغان ښکار کوي او دې وضعیت د مارغانو نسل د ورکېدو له ګواښ سره مخ کړی.

ښاغلی زاخېل له اړوند چارواکو غوښتنه کوي چې د مارغانو د ښکار مخنیوي وکړي.

نوموړی وايي: "زموږ او تاسې په وطن کې ډېر طولاني انقلاب تېر شوی دی چې له امله د مارغانو نسل کم شوی دی. خو بیا ښکار تر ښکاره پورې وي، خو یو شمېر هېوادوال د زهري موادو په ذریعه مارغان ښکار کوي چې د مارغانو نسل یې د ورکېدو له ګواښ سره مخ کړی. موږ د مارغانو ښکار پر ځای باید هغوې ته دانه واچوو."

خلک وايي، ښکاريان مارغان د زهرو په وسيله وژني چې په دې سره د مارغانو نسل مخ په ورکېدو دی، انځور - ارشيف
خلک وايي، ښکاريان مارغان د زهرو په وسيله وژني چې په دې سره د مارغانو نسل مخ په ورکېدو دی، انځور - ارشيف

د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئیس مولوي امان الله حسن هم د خلکو انتقاد پ رځای بولي او وايي، د طالبانو سرپرست حکومت له‌خوا د وحشي ژویو او مارغانو ښکار منع اعلان شوی دی.

"موږ نن د ابدان دښتې ته راغلو او دلته مو کابو ۵۰۰ کیلوګرامه غنم وشیندل

نوموړی وايي: "موږ نن د ابدان دښتې ته راغلو او دلته مو کابو ۵۰۰ کیلوګرامه غنم وشیندل چې مارغان خپله دانه پيدا کړي. ځکه واوره شوې ده او دلته ډول ډول مارغان راغلي دي. تاسې وینئ چې موږ یو شمېر ښکاریان هم نیولي او چره‌ییز ټوپکونه مو له هغوې واخیستل او د مارغان او وحشي ژویو له ښکار څخه مو منع کړل."

په ورته وخت کې یو شمېر ښکاریان چې د مارغانو د ښکار پر مهال، د کندز د کرنې د ریاست کارکوونکي له‌خوا نیول شوي وو، له دوی څخه یو تن څلوېښت کلن سخيداد دی.

نوموړی وايي: "دا رئیس د زراعت دلته راغلی و، مارغانو ته یې دانه واچوله او له موږ څخه چره‌ییز ټوپکونه واخیستل، دا زموږ ټوپکونه دي بېرته راکړي، ځکه موږ خبر نه وو چې د مارغانو ښکار بند دی. له دې وروسته د مارغانو ښکار پسې نه وځو."

خو له دې وړاندې د کندز د چاپيریال ساتنې د ریاست چارواکو هم ویلې وو، چې په شمال ختيځ زون کې د مارغانو نسل په دې خاطر مخ پر کمېدو دی چې ښکاریان یې د دام پر ځای د زهري موادو په ذریعه ښکار کوي.

XS
SM
MD
LG