لسګونه روسي او اوکرايني بنديان له تبادلې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول

ازاد شوي بنديان

په لسګونو اوکرایني او روسیي جنګي زندانیان نن خپلو کورونو ته ستانه شول، د دواړو هېوادو چارواکو خبر ورکړ چې دا کسان تبادله شول.

د اوکراین د ولسمشر سلاکار اندري یارماک په تیلګرام کې لیکلي دي چې، یو سل او شپاړس اوکراینیان ازاد شول.

د ښاغلي یارماک په وینا په دې خوشې شویو اوکرایني سرتېرو کې یو شمېر د ماریوپل د جګړې دي چې تر میاشتې میاشتې په دغه جنوبي بندري ښار کې محاصره وو او روسانو دا ښار په ویرانه بدل کړ.

همدا راز په دوی کې د خرسون د جګړې چریکان دی او یو شمېر هغه نښه ویشتونکي دي چې د جنوبي ښار باخموت د سختې جګړې پر مهال نیول شوي وو.

په ورته وخت کې د روسیې دفاعي چارواکو اعلان وکړ چې تر تبادلې وروسته درې شپېته روسیي عسکر بېرته خپل هېواد ته ستانه شول چې په دوی کې یو شمېر خورا ځانګړي سرتېري دي چې د عربي متحد اماراتو په منځګړیتوب ازاد شوي دي.

اوکراين کې ازاد شوي بنديان، انځور - ارشيف

د روسیې د دفاع وزارت په اعلامیه کې چې نن د دې پوځیانو په اړه خپره شوه د خورا ځانګړیو پوځیانو په اړه تفصیل نه‌دی بیان شوی.

د کییف او ماسکو ترمنځ د جنګي اسیرانو د تبادلې خبر په داسې وخت کې خپور شوی دی چې اوکرایني چارواکي په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د اوکراین په ختیځ کې د روسیي ځواکونو د نویو بریدونو خبر ورکړی دی.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر نن په یوه راپور کې وویل، روسیي پوځیانو ته په لیمان، باخموت، افدیفکا او نوفاپافلیفکا سیمو کې درانه تلفات اوښتي دي.

د باخموت پر ښار له څو میاشتو راهیسې سخته جګړه روانه ده او په دې سیمه کې روسي ځواکونو پر اوکرایني پوځیانو فشار زیات کړی دی.

عیني شاهدانو د ازادي راډیو خبریالانو ته ویلي دي چې، په باخموت کې کوڅه په کوڅه جګړه ده او د ښار په څنډو کې ودانۍ په ودانۍ جګړه روانه ده.

په دې اړه نور: د اوکراين پوځ: روسيې د اوکراين ختيځ ته نوي ځواکونه استولي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي د جمعې په ورځ وویل، اوکرایني ځواکونه به د باخموت د ساتني لپاره جګړې ته دوام ورکړي.

زلنسکي پرون په کییف کې د اروپایي ټولنې مشرانو ته د غونډې پرمهال وویل، هیڅوک به باخموت پرې نه ږدي او موږ به تر هغو هلته جګړه وکړو چې کولی یې شو.

زلنسکي په داسې وخت کې د باخموت د دفاع خبره کوي چې بلومبرګ رسنۍ د امریکایي چارواکو په وینا خبر ورکړی چې، اوکرایني سرتېرې دې باخموت پرېږدي او خپل پوځیان دې پسرلني عملیاتو ته سره راغونډ کړي.

د دې چارواکو په وینا چې نومونه یې نه‌دي اخیستل شوي، د باخموت له ښاره وتل د جګړې مسیر نه بدلوي.