په پیښور کې د پروني ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۹۰ ته لوړ شو

د پېښور د پروني ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۹۰ تنو ته لوړ شو.

د پېښور د مرکزي روغتون ویاند محمدعاصم خان نن سهار رسنیو ته ویلي چې تېره شپه نورو کسانو هم د سختو ټپونو له کبله سا ورکړه.

هغه ویلي چې ډېری قربانیان پولیسان دي.

د ژغورنې د ډلې یو مشر بلال فیضي ویلي چې د دوی کسان لاهم د پېښې په ځای کې کار کوي ځکه د نړېدلي جومات منځ کې نور مړه او ټپیان هم ښايي پاتې وي.

په پېښه کې د ۱۵۰ کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی.

تراوسه معلومه نه ده چې بریدکوونکی څنګه د پېښور پولیس لاینز سیمې ته چې کلک امنیتې تدابیر په کې نیول شوی ننوتی دی.

دا چې دا حمله په رښتیا چا کړې ده تراوسه په دقیق ډول نه ده معلومه.

د پاکستاني طالبانو یوه قوماندان سر به کف مومند له چاودنې وروسته ادعا وکړه چې دا برید دوی کړی خو څو ساعته وروسته د دې ډلې ویاند محمدخراساني اعلان وکړ چې پر جوماتونو، مدرسو او سپېڅلو ځایونو حملې د دوی پالیسي نه ده.

د خیبرپښتونخوا سرپرست اعلی وزیر محمد اعظم خان د قربانیانو په ویر نن په دې ایالت کې عمومي ویر اعلان کړی.