د ارزګان ولایت بې روزګاره اوسېدونکي له بېکارۍ شکایت کوي.
دغه بې روزګاره خلک هره ورځ ترینکوټ ښار ته د کار پسې ځي.
دوی وايي، د بېکارۍ کچه لوړه شوې او ژوندی یې ور سخت کړی دی.
د دې ولایت اوسېدونکي دغې ستونزې ته د حل غوښتنه کوي.
د ارزګان لپاره د طالبانو والي وايي، دوی په دې هڅه کې دي چې کانونه استخراج شي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
نور حال د شریف الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5