د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

يو شمېر خلک ترينکوټ کې د 'خيرو کاريز' د ماسټرپلان د بشپړېدو غوښتنه کوي


ترينکوټ کې خيرو کاريز سيمه
ترينکوټ کې خيرو کاريز سيمه

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار اړوند د خیرو کاریز په ياده سیمه کې د تېر جمهوري نظام د ورستي کال پر مهال د سردار داودخان د وخت د ماسټر پلان تطبیق چاري پیل شوې وې، چې د نظام له ړنګېدو ورسته تر اوسه همداسې نيمګړې پاتې دي.

د خیرو کاریز د سیمې اوسېدونکي وايي، د دغه ماسټر پلان د نه تطبیق له امله اوس مهال کورنو ته تلونکې لارې تړلي، ملکیتونو يې ارزښت له لاس ورکړی او خپل تخریب شوي کورونه نه‌شي رغولی.

د ارزګان ولایتي مسوولین وايي، دوی پلان لري چې دا ماسټر پلان تطبیق کړي او خلک له شته ستونزو خلاص کړي.

نور حال د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG