پر اوکراین د روسیې تازه برید کې د وژل شویو شمېر ۲۰ ته رسېدلی

دا تازه حملې په دنیپرو کې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته تر ټولو ناوړه تروریستي حمله بلل شوې او په دې ښار کې درې ورځنی ملي ویر اعلان شوی دی.

پر اوکراین د روسیې د میزایلو په تازه برید کې د وژل شویو کسانو شمېر لږترلږه ۲۰ ته رسېدلی دی.

دا پېښه داسې وخت کېږي چې بریتانیا د لومړي غربي هېواد په توګه اوکراین ته د ثقیله ټانکونو د ورکولو ژمنه وکړه.

د بریتانیا دغه اقدام د مسکو له سخت عکس العمل سره مخامخ شوی او ویلي یې دي، دغه کار به په اوکراین کې روانه شخړه لا پسې سخته کړي.

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره د ټیلیفوني مکالمې پرمهال د چلنجر-۲- ټانکونو او نورو توپچي سیستمونو په تړاو توضیحات ورکړل.

د دې مکالمې چې پرون وشوه، جزییات د بریتانیا صدرات خپاره کړي دي.

اوکراین د شنبې په ورځ ټینګار وکړ چې په سولیدار سیمه کې پیل شوې جګړه لا هم روانه ده، تر دې مخکې د جمعې په ورځ روسیې ادعا کړې وه، چې تر اوږدې جګړې وروسته یې دغه ختیځ ښار نیولی دی.

تر یو لړ پوځي شاتګونو وروسته به په دې ښارګوټي کې بریا د مسکو لپاره یوه نادره لاسته راوړنه وي.

د اوکراین چارواکو په اوکراین کې د روسیې د میزایلو د وژونکو حملو تازه لړۍ غندلې ده او دا حملې داسې وخت شوي، چې په اوکراین کې خلک د نوي کال لرغونی جشن نمانځي.

د دنیپرو-پیټروفسک والي والینتین ریزنیچینکو نن په ټیلګرام کې لیکلي، چې په ختیځ ښار دنیپرو کې پر یوه اپارتمان په پرونۍ حمله د وژل شویو شمېر ۲۰ ته او د ټپیانو ۷۳ ته زیات شوی دی.

د دنیپرو محلي ښاري شورا ویلي، چې د شپږو ماشومانو په ګډون ۳۸ نور کسان ژغورل شوي دي.

دا تازه حملې په دنیپرو کې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته تر ټولو ناوړه تروریستي حمله بلل شوې او په دې ښار کې درې ورځنی ملي ویر اعلان شوی دی.

د اوکراین پوځ نن یکشنبه راپور ورکړی، چې روسیې پرون درې هوايي حملې، ۵۷ د میزاییلو او ۶۹ د ثقیله توغندیو حملې کړي دي.

دنیپرو د اوکراین له هغو ښارونو دی، چې پرون شنبه د روسیې د میزاییلو په حملو کې په نښه شوی دی.