د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۵

نړۍ

لېتوانیا د ۲۰۲۲ کال د آزادۍ جایزه د اوکراین ولسمشر ته ورکړه

دا جایزه چې په ۱۹۹۱ کال کې د لېتوانیا د آزادۍ د اعلان پرمهال د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له خوا د ۱۴ ملکي وګړو د وژنې په یاد جوړه شوې ده، پرون د پارلمان د غړو په ګډون په یوه غونډه کې د زیلینسکي په استازیتوب په لېتوانیا کې د اوکراین سفیر پټرو بیشتا ته وسپارل شوه.
دا جایزه چې په ۱۹۹۱ کال کې د لېتوانیا د آزادۍ د اعلان پرمهال د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له خوا د ۱۴ ملکي وګړو د وژنې په یاد جوړه شوې ده، پرون د پارلمان د غړو په ګډون په یوه غونډه کې د زیلینسکي په استازیتوب په لېتوانیا کې د اوکراین سفیر پټرو بیشتا ته وسپارل شوه.

لېتوانیا د ۲۰۲۲ کال د آزادۍ جایزه د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ته ورکړه.

دا جایزه چې په ۱۹۹۱ کال کې د لېتوانیا د آزادۍ د اعلان پرمهال د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له خوا د ۱۴ ملکي وګړو د وژنې په یاد جوړه شوې ده، پرون د پارلمان د غړو په ګډون په یوه غونډه کې د زیلینسکي په استازیتوب په لېتوانیا کې د اوکراین سفیر پټرو بیشتا ته وسپارل شوه.

زیلینسکي چې د ویډیو کنفرانس له لارې په غونډه کې ګډون کړی و، د روسیې د اشغال پر وړاندې په جګړه کې د لیتوانیا د خلکو د ملاتړ مننه وکړه.

د آزادۍ په نوم جایزه په ۲۰۱۱ کال کې د پارلمان له خوا تصویب شوه او هرکال هغو کسانو او ټولنو ته ورکول کېږي چې د بشري حقونو، ډیموکراسۍ، نړیوالو اړیکو، پرمختګ او په نورو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د امریکا پوځ؛ په سره سمندرګي کې الوتکې وړونکې جنګي بیړۍ ځای پرځای کوو

د امریکا پوځ وايي، د سیمه ییزو ګواښونو د مخینوي په موخه منځني ختیځ کې الوتکې وړونکې جنګي بیړۍ ځای پرځای کوي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، د امریکا پوځ دا پریکړه داسې مهال کوي چې د ایران له ملاتړه برخمنه د یمن حوثي ډله په سره سنمدرګي کې پر امریکايي بیړیو بریدونه کوي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند شان پارنل د سه شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي، د کارل وینسون الوتکې وړونکې بیړۍ به ډیر ژر په منځني خیتځ کې د هری اس ترومن له بیړۍ سره یو ځای شي.

پارنل د دې کار موخه په سیمه کې امنیت، ثبات، د تیري مخنیوی او د سوداګرۍ وده یاده کړې ده.

اروپایي وګړي برتیانیا ته د تګ لپاره سر له ننه بریښنايي اجازې ته اړتیا لري

بریټانیا ته ټول ورتلونکې اروپايی وګړي باید سر له نن چهارشنبې د (اپریل۲مه) دې هېواد ته د سفر پرمهال برېښنايي اجازه وپیري.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، دا پالیسي د بریټانیا حکومت له خوا د هغوو اقداماتو یوه برخه ده چې غواړي د خپلو پولو دننه د خلکو له داخلیدو مخکې د نورو هېوادونو په څیر د کډوالۍ پر ضد امنیتي تدابیر پیاوړي کړي.

د سفر دا برېښنايي اجازه یا (ETA) درلودل د ټولو هغو کسانو له لپاره لازمي ده چې بریټانیا ته د تګ لپاره ویزې ته اړتیا نه لري.

د دغې بريښنايي اجازې بیه لس پونډه چې ۱۲ یورو کیږي ده، او د اپریل له ۹مې وراخو به يې بیه ۱۶ پونډه ته پورته شي.

د ایرلنډ وګړي له دې امره مستثنی دي.

دا پالیسي د لومړی ځل لپاره تیرکال د غیراروپايي مسافرو لکه د امریکا، کاناډا او اسټرالیايي وګړو لپاره پلي شوې وه.

د رسمي شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې ۲۲ نیم میلیونه اروپايي سیلانیان بریتانیا ته تللي وو، پداسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۲ کال کې ۱۹ میلیونه و.

یونیسف؛ په غزه کې د اسراییلو د هوايي بریدونه له کبله ۳۲۰ ماشومان وژل شوي او ۶۰۰ نور ټپیان دي

په غزه کې د اسراییلو د هوايي بریدونو له کبله د وژل شویو کسانو جنازې
په غزه کې د اسراییلو د هوايي بریدونو له کبله د وژل شویو کسانو جنازې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره "یونیسف" وايي، په تیرو لسو ورځو کې د اسراییلو د هوايي بریدونو له کبله په غزه کې ۳۲۰ ماشومان وژل شوي او له ۶۰۰ ډیر نور ټپیان دي.

د یونیسف په هغه بیان کې چې د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ خپور شوی راغلي، په وژل شویو او ټپیان کې هغه ماشومان هم شامل دي چې د مارچ په ۲۳مه د الناصر په نوم روغتون کې د برید پرمهال وژل شوي وو.

د یونیسف په ټکو، ډیر شمیر وژل شويو ماشومانو د بې ځایه شویو په کمپونو، خیمو او یا هم د کورونو په کنډوالو کې پناه اخیستې وه.

اسراییلو له حماس وسله والې ډلې سره له نژدې دوه میاشتې اوربند وروسته د مارچ میاشتې په ۱۸ پر غزې یو ځل بیا هوايي بریدونه پیل کړل او ورپسې خپل عملیات ځمکنیو بریدونه ته هم وغځول.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس ترهګره ډله ګني.

د لیتوانیا په خیتځ کې د امریکايي سرتیري مړی موندل شوی دی

دا په لیتوانیا کې هغه ډنډ دی چې د امریکايي سرتیرو موټر په کې غورځیدلی و
دا په لیتوانیا کې هغه ډنډ دی چې د امریکايي سرتیرو موټر په کې غورځیدلی و

د امریکا پوځ وايي، د څلورم امریکايي سرتېري مړی يې د لیتوانیا په ختیځ کې موندلی دی.

په هغه بیان کې چې پرون سه شنبې د (اپریل په اوله) د پوځ له خوا خپور شوی راغلي، د دې امریکايي سرتیري مړی د لتیوانیا خیتځ پابراده ښار ته څیرمه موندلی شوی دی.

د دغې امریکايي سرتیري د مړي د پلټنې عملیاتو د نړیوالې همکارۍ او پرمختللې ټکنالوژۍ په مرسته څو ورځو دوام وکړ.

د پلټنې عملیات وروسته له هغې پیل شول چې د مارچ په ۲۵مه یو امریکايي پوځي موټر چې څلور امریکايي سرتیري په کې سپاره وول، په یوه ډنډ کې ډوب شو.

د درییو نورو امریکايي سرتیرو مړي او موټر د مارچ په ۳۱مه له ډنډه رایستل شوي وو.

تراوسه د مړه شویو پوځیانو هویت په ډاګه شوی نه دی او د پېښې په اړه څیړنې رواني دي.

امریکا وایي، د جنایتکارانو یوه بده ډله یې له خپل هیواده ایستلې

د ( ایم ایس-۱۳) ډلې غړي چې په ۲۰۱۹ کال کې په السلوادور کې زندان ته د استولو لپاره منتظر دي-ارشیف
د ( ایم ایس-۱۳) ډلې غړي چې په ۲۰۱۹ کال کې په السلوادور کې زندان ته د استولو لپاره منتظر دي-ارشیف

د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې اعلان وکړ چې اوولس بد جنایتکاران یې چې د ( ترین د اراګوا) او ( ایم ایس دیارلس) ډلو غړي وو، السلوادور ته استولی دي.

د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې واشنګتن په داسې حال کې د نورو هیوادو د خلکو د ایستلو بهیر ګړندی کړی دی چې د دې بهیر د شفافیت او بشري حقونو په برخ کې سوالونه او انتقادونه مطرح شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې السلوادور ته یې د جنایتکارانو ډله د یکشنبې په ورځ ولیږله.

په دې بیان کې راغلې دي چې په دې کسانو کې قاتلان او جنسي تیري کوونکي شامل دي، خو د هغوی د هیوادونو په اړه جزییات نه دې ورکړل شوي.

په دې ترڅ کې د السلوادور د ولسمشر دفتر ویلي دي چې په دوی کې د السلوادور او ونزویلا اتباع دي.

تیره میلادي میاشت هم له امریکا څخه تر دوه سوه ډیر ونزویلایي کډوالو السلوادور ته ولیږدول شول.

د سوریې کردانو د نوي حکومت مشروعیت رد کړ

عکس ارشیف
عکس ارشیف

د سوریې په شمال ختیځ کې کرد ډلو د احمد الشرع په مشرۍ د اساسي قانون او نوي انتقالي حکومت اعلان رد کړ او دا یې "د استبدادي حکومت تکثیر" وباله.

د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو خپلواک حکومت د هغه ایتلاف لخوا د جوړ شوي نوي ملي حکومت مشروعیت رد کړ چې تېر دسمبر کې یې د بشارالاسد اوږدمهاله رژیم نسکور کړ.

د سوریې دیموکراتیکې شورا، چې د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو سیاسي څانګه ده، اعلان وکړ چې د سوریې نوی منشور د تیرو دیکتاتورانو لاره تکراروي چې اجرایوي واک متمرکزوي، سیاسي فعالیتونه محدودوي، او قومي ډلې او ښځې له پامه غورځوي.

د شنبې په ورځ، د سوریې موقت ولسمشر، احمد الشرع، د انتقالي حکومت د جوړولو اعلان وکړ چې دا حکومت به د بشارالاسد د رژیم له نسکوریدو وروسته د لنډمهاله تشکیلاتو ځای ونیسي.

نوې کابینه ۲۳ غړي لري، چې یوازې یو یې کرد دی، او دا کس د کردانو د خپلواکې ادارې تر کنټرول لاندې سیمو څخه نه دی.

د اختر لومړۍ ورځ هم د غزې لپاره خونړۍ وه، بل لور ته د روغتیایي کارکوونکو وژنې غسه پارولې

د غزې د ویجاړۍ یوه څنډه، ارشیف
د غزې د ویجاړۍ یوه څنډه، ارشیف

د غزې د عامې روغتیا وزارت له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په رفح کې د روغتیایي کارکوونکو د وژلو پیښه وڅیړي.

د لویدیځو اژانسونو د راپور له مخې د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې او د ملکي دفاع د خدمتونو څانګې ادعا کړې چې شاوخوا ۱۴ کارکوونکي یې یوه اونۍ مخکې د اسراییلو په برید کې وژل شوي دي.

د دغو وژل شویو کسانو ډله ییز قبر پرون یکشنبه وموندل شو چې منځ کې یې ۸ د سرې میاشتې کارکوونکي، پنځه ژغورونکي او یو بل تن چې هویت یې معلوم نه دی شامل وو.

دوی ویلي چې پر دغو روغتیایي کارکوونکو داسې مهال برید شوی چې هغوی په رفح کې پر بشري مرستو او د ژغورنې پر چارو بوخت وو.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې پرون یکشنبه د کوچني اختر په لومړۍ ورځ هم د غزې په خان یونس سیمه کې د اسراییلوهوایي بریدونو د نهو ماشومانو او دریو ښځو په ګډون ۱۶ ملکیان ووژل.

امریکا د روسیې پر تيلو د تعرفې د دویم ځلي لوړولو ګواښ وکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که روسیه د اوکراین د سولې په اړه د ده د تګلارې خنډ شي، د دویم ځل لپاره به یې پر تیلو له پنځه ویشتو تر پنځوس فیصدو پورې تعرفه ولګوي.

ټرمپ پرون یکشنبه له ( این.بي.سي نیوز) سره په ټیلفوني مرکه کې وویل، د پوتین هغو خبرو " ډېر غسه کړی" چې ویلې يې دي، اوکراین کې دې انتقالي حکومت رامنځته شي.
پوتین غواړي چې اوکراین کې د انتقالي حکومت په رامنځته کېدو سره اوسنی ولسمشر ولادمیر زلنسکي له صحنې لرې شي.

ټرمپ ویلي، که د راتلونکې یوې میاشتې په موده کې د اوکراین د سولې په اړه هوکړه ترلاسه نه شي، دی به د روسیې د سوداګرۍ په ضد دغه اقدامات پلي کړي.

ډونالډ ټرمپ د ټاکنیزو کمپاینونو او بیا له لوړې وروسته په وار وار ویلي چې د اوکراین جګړه به ژر تر ژره پای ته رسوي.
پر اوکراین د روسیې ناموجه یرغل د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پيل شوی چې لا هم دوام لري.

ایراني چارواکي وايي چې په دغه هیواد کې د نري رنځ ۲۵ سلنه ناروغان افغان کډوال دي

تهران کې د ایران روغتیا وزارت ودانۍ
تهران کې د ایران روغتیا وزارت ودانۍ

د ایران د روغتیا وزارت د ساري ناروغیو د مدیریت د مرکز مشر قباد مرادي وویل چې په دغه هیواد کې د نري رنځ په ناروغۍ د اخته کسانو ډیری برخه افغانان دي.

هغه وويل چې دا خلک ايران ته تر ننوتلو مخکې په دې ناروغۍ اخته وي او وروسته هلته هم ناروغي خپروي.

ایراني چارواکي وايي چې د افغان اتباعو ننوتل د دوی تر کنټرول لاندې نه دي، خو دوی هڅه کوي چې د هغوی لپاره ځانګړي طبي خدمات چمتو کړي.

تر اوسه پورې، ملګرو ملتونو یا نورو خپلواکو ادارو د ایراني چارواکي دا ادعا نه ده تایید کړې. دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د کډوالو ضد احساساتو او کرکې په وروستیو کې زیاتې شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د کارکوونکو شمېر او د کار کچه کموي

د روغتیا نړیوال سازمان
د روغتیا نړیوال سازمان

رویټرز راپور ورکوي چې دا پریکړه له یاد سازمانه د امریکا د مالي ملاتړ د بندېدو په سبب شوې.

متحدو ایالتونو د دې سازمان د بودیجې اتلس سلنه برابروله.

د راپور له مخې، د فبروري په میاشت کې، د روغتیا نړیوال سازمان اجرایوي بورډ په پیل کې د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره وړاندیز شوې بودیجه له ۵.۳ ملیارد ډالرو څخه ۴.۲ ملیارد ډالرو ته راټیټه کړې.

د روان کال د جنوري په ۲۰مه د لوړې په لوړې په مراسمو کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د امریکا د وتلو اعلان وکړ او د ۹۰ ورځو لپاره یې تمویل وځنډاوه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG