په اوکراین کې روسي ځواکونه په دوامداره بریدونو سره هڅه کوي څو د دې هېواد ختیځ کې د 'سولیدار' ښار ونیسي.
دغه ښار د طبیعي کانونو درلودونکی دی.
د اوکراین دفاع وزارت د روسي ځواکونو دغه هڅه لېونۍ بللې ده.
اموس چاپل د ازادې اروپا/ ازادي راډیو خبریال په ۲۰۱۹ کال کې له دغه کان څخه لیدنه کړې ده.
د ځمکې مالګه؛ په اوکراین کې د 'سولیدار' په نوم د مالګې تر ټولو ژور کان ته سفر

۱
دغه خالص مالګه ده. د مالګې دغه رڼه ټوټه د اوکراین ختیځ دونتسک اړوند د اترتیموسول د مالګې له کان څخه ایستل شوې ده.

۲
دغه د ځمکې لاندې خونه هغه مهال جوړه شوه چې د کاڼي یا تیګې په شکل زرګونه ټنه مالګه وایستل شوه.
هغه جیولوجیستان چې دغه کان کې کار کوي وايي، له ۱۸۸۱ کال راهیسې د دې کان د ایستنې بهیر پیل شوی، خو یوازې پنځه سلنه مالګه یې ایستل شوې ده.
هغه جیولوجیستان چې دغه کان کې کار کوي وايي، له ۱۸۸۱ کال راهیسې د دې کان د ایستنې بهیر پیل شوی، خو یوازې پنځه سلنه مالګه یې ایستل شوې ده.

۳
یوه اضطراري بیا بېړنۍ زینه د کان د خونې په یوه څنډه کې ایښودل شوې ده.
دغه برخه سلګونه متره د ځمکې لاندې قرار لري.
دغه برخه سلګونه متره د ځمکې لاندې قرار لري.

۴
د کان دننه یو انتقالي تونل. په سولیدار کې د مالګې یوه لویه برخه لیدل کېږي. سولیدار د مالګې ډالۍ په مانا ده. دغه ساحه وروسته له هغې جوړه شوه چې یو لوی او پخوانی سیند وچ شو.

۵
د کان تر۲۸۰۰ زیات کارکوونکي او کارګران د اوکراین ۹۵ سلنه مالګه تامینوي.

۶
د کان یو کارګر د کنټرول او مخلوط بخش کې لیدل کېږي.

۷
دلته د مالګې د پوډر کولو کار ترسره کېږي چې مالګه میده او په اسانۍ سره برابره او انتقال شي.

۸
یو کارګر ایستل شوې تازه مالګه په تسمه اچوي څو له دې ځایه د ځمکې سطحې ته ولېږدول شي.

۹
په ۲۰۱۵ کال کې د روسي پلوه بېلتونپالو او اوکرایني ځواکونو ترمنځ جګړه روانه وه دې کان د روسیې له لوري آرتیوسولو کان د بندولو له امله یو درېیمه برخه عواید کم شول.

۱۰
د ځمکې لاندې مالګه د یوې وسیلې په واسطه د ځمکې سطحې ته وړل کېږي.