د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

په دنیپرو کې د قربانیانو د شمېر زیاتوالی؛ ګوټرېش او سویډن دا پېښه غندلې


په دنیپرو کې ژغورونکي ډلې د روسي ځواکونو له لوري د ویشتل شوې ودانۍ لاندې د ژوندي کسانو د ژغورنې هڅه کوي.
په دنیپرو کې ژغورونکي ډلې د روسي ځواکونو له لوري د ویشتل شوې ودانۍ لاندې د ژوندي کسانو د ژغورنې هڅه کوي.

د اوکراین پر مرکزي ښار دنیپرو د روسیې د توغندویي برید د قربانیانو شمېر نږدې څلوېښتو کسانو ته رسېدلی دی.

په داسې حال کې چې د اوکراین لوېدیځ متحدین په دې خبرې کوي چې ایا اوکراین ته د درنو ټانکونو په څېر د درنو وسلو مرستې ورکړي چې کییف یې د جګړې د لومړۍ کرښې د ماتولو لپاره غوښته کړې ده، د اوکراین پوځ پرون وویل چې ځواکونو یې په ختیځ کې د روسیې تازه بریدونه په شا تمبولي دي.

په عین حال کې د اوکراین پوځ وویل، د اوکراین په مرکزي ښار دنیپرو کې د استوګنې پریوې ودانۍ چې شاوخوا ۱۷۰۰ کسان په کې اوسي، د روسیې د توغندویي برید په نتیجه کې د مړو شمېر۴۰ ته لوړ شوی دی.

په وژل شويو کې درې ماشومان هم شامل دي.

چارواکو ویلي چې شاوخوا ۳۰ تنه لا هم لا درکه دي.

د راپورونو له مخې په دې پېښه کې لږترلږه ۷۵ نور کسان ټپيان شوي چې څلور یې ماشومان دي.

دغه برید د شنبې په ورځ پر یوې نهه پوړیزې ودانۍ وشو چې یوه برخه یې ونړېده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرېش ویاندې وویل، د تېرې فبرورۍ له میاشتې راهیسې له کله چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی، دا په اوکراین کې تر ټولو خونړی برید چې په ډنیپرو کې د استوګنې پر یوې ودانۍ وشو.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرېش
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرېش

هغې زیاته کړه، چې د ملګروملتونو سرمنشي دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې دا د جګړې له قوانینو څخه د مشکوکې سرغړونې یوه بله بېلګه ده.

سویډن، چې د اروپايي اتحادیې مشري په غاړه لري، د د نیپرو برید په سختو ټکو غندلی دی.

د دې هېواد صدراعظم اولف کریسټرسن زیاته کړه چې د ملکي وګړو په وړاندې قصدي بریدونه جنګي جنایت دی.

پردنیپرو برید د روسیې د توغندویي بریدونو د پراخو څپو یوه برخه وه چې د اوکراین لوی ښارونه، پلازمېنه کییف او خارکیف هم په کې شامل دي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د جنوري په ۱۶ په یوه خبري کنفرانس دا خبره رد کړه چې ګنې روسي ځواکونه د استوګنې ودانۍ په نښه کوي او ویې ویل چې ښایي د اوکراین د هوایي مدافعې ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې دغه ودانۍ ویشتل شوې وي.

د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د جنورۍ په ۱۶مه په خپل ورځني راپور کې وویل، چې روسي ځواکونه په لوهانسک او دونیڅک کې د اوکراین پر مورچلو او ملکي مېشت ځایونو بریدونو ته دوام ورکوي.

روسي ځواکونو چې د سولیډار ښاریې نږدې په کنډواله بدل کړی، تراوسه دا هم نه ده څرګنده چې دغه ښار په بشپړه توګه د چا په ولکه کې دی.

په داسې حال کې چې جګړه دواړو خواوو ته درانه تلفات اړولي، کییف له لوېدیځ ملاتړو غوښتنه کړي چې درنې وسلې لکه ټانکونه او زغروال ګاډي ورکړي چې دا به له دوې سره مرسته وکړي چې د جګړې له لومړۍ کرښې روسي ځواکونه په شا کړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي بېګا ناوخته په یوه ویډیوي پیغام کې وویل چې دی تمه لري چې متحدین به یې د رامشټین په غونډه کې اوکراین ته د وسلو ورکولو په اړه کلیدي پرېکړه وکړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي

د پولنډ صدراعظم پر جرمني فشار راوستی چې اوکراین ته د لیوپارډ ۲ محاربوي ټانکونو په ګډون نورې درنې وسلې ورکړي.

په عین حال کې د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن د جنورۍ په ۱۹مه برلین ته د سفر لپاره تیاری نیسي او پر سبا به یې په رامشټین کې د امریکا په پوځي اډه کې د اوکراین د دفاعي تماس ډلې په یوه غونډه کې ګډون وکړي چې د پوځي مرستو په ګډون له اوکراین سره د نورو مرستو په اړه پکې خبرې کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG