طالبانو د ښځو او نجونو د تعلیم په اړه د اسلامي همکاریو سازمان اندېښنه پر ځای بللې او ویلې یې دي، د زمینې په برابرولو به دا اندېښنې رفع شي.
د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار لګول شوي بندیزونه چې دغه سازمان غیر اسلامي بللي، ژر تر ژره لرې کړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان هم له طالبانو ورته غوښتنه کړې.
دا چې د اسلامي هېوادونو دا غوښتنې به کوم ځای ونیسي او که نه او ولې د نجونو د کار او تعلیم په برخه کې د طالبانو تګلارې د نورو اسلامي هېوادونو له تګلارو بېلې دي، همدا پوښتنې اسدالله لودین د اروپا د علماو شورا له یوه غړي مولانا صدیق الله فدایي نه کړي دي.
د ښاغلي فدايي خبرې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5