د افغانستان د تېر جمهوري نظام لومړي مرستیال ویلي، کابل ته د نړيوالو مرستو د استولو بهیر لپاره هیڅ داسې یو مېکانېزم نهشته، څو ډاډ تر لاسه شي چې دغه مرستې د طالبانو له لاسه نه تېرېږي او یوازې اړو کسانو ته رسېږي.
امرالله صالح تېره شپه په یو لړ ټویټونو کې ویلي، هغه معلومات چې له ده سره دي د ملګرو ملتونو او یا نورو غیر دولتي ادارو هیڅ ماموریتونه د طالبانو د استخباراتي ادارې له شتون پرته امکان نهلري.
ښاغلي صالح دا ادعاوې پرته د کومو شواهدو د وړاندې کولو کړې خو یادونه يې کړې، چې کولی شي په دې اړه نومونه او تاریخونه شریک کړي.
د امرالله صالح د ادعاوو پر بنسټ، طالبانو د پوهنې او روغتیا وزارتونو کې چې د ملګرو ملتونو او نورو ادارو لهخوا يې ډېر ملاتړ کېږي ملایان مقرر کړي دي.
ښاغلی صالح زیاته کړې ده، هیڅ یوه غیر دولتي اداره نهشي کولی د طالبانو د استخباراتو له اجازې پرته حتی یو کارکونکی هم استخدام کړي.
یو بل مورد چې ښاغلي صالح اشاره ورته کړې ده، دا دی چې د ده په وينا ټولې غير دولتي ادارې باید د طالبانو د اقتصاد وزارت کې ثبت او راجستر شي که نه نو د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي.
تر اوسه طالب چار واکو د امرالله صالح دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه ښودلی او نه يې هم په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب کړي.
ملګرو ملتونو پرون افغانستان ته د نقدي مرستو په اړه یوه اعلامیه خپره کړه.
په دې اړه نور: ملګري ملتونه: د ۲۰۲۱ کال ډسمبر راهیسې افغانستان سره ۱.۸ میلیارده ډالره مرسته شوېپه اعلامیه کې راغلي، چې افغانستان سره مرسته شوې پيسې د ملګرو ملتونو د مربوطه ادارو مصارف ښودل شوي دي.
وړاندې په اعلامیه کې ویل شوي چې هیڅ ډول مرستې د طالبانو په اختیار کې نه ورکول کېږي او نه هم د دې هېواد کوم مرکزي بانک ته لېږدول کېږي، بلکې دا ټولې مرستې د ملګرو ملتونو او نورو مرسته رسونکو مؤسسو له خوا لګول کېږي.
د یوناما په اعلامیه کې دا هم ویل شوي وو چې د ۲۰۲۱ کال د ډیسمبر راهيسې افغانستان ته د پيسو د انتقال د مېکانېزم له رامنځته کېدو وروسته ۱،۸ میلیارده ډالر دغه هېواد ته انتقال شوي دي.