شمیخال: په اوکراین کې ۲۵۰ زره کیلومتره مربعه ځمکه پر ماینونو پوښل شوې

د اوکراین په خارکییف کې پر ماینونو پوښل شوې سیمه

د اوکراین صدراعظم ډینیس شمیخال وایي، په اوکراین کې د روسیې د جګړې په ترڅ کې پر ماینونو پوښل شوې د ۲۵۰ زره کیلومتره مربعه یوه ساحه رامنځته شوې ده.

هغه د جنوبي کوریا له یانهوپ خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې دا په اوس وخت کې په نړۍ کې پر ماینونو پوښل شوې تر ټولو لویو سیمه ده.

د هغه په خبره دا د اوکراین د ټولې ځمکې څه باندې ۴۰ سلنه جوړوي.

د اوکراین صدراعظم دغه راز وویل چې دا نه یوازې داچې د خلکوسفر کول سختوي، بلکې د کرڼې په برخه کې هم چې د اوکراین یو اساسي سکټور دی، ستونزې ډېروي.