نړۍ
اوکرایني چارواکي: د خرسون په ګډون بېلابېلو جبهو کې نښتې شوي

د اوکراین پوځ وايي، د روسیې له خوا د اوربند له اعلان سره سره، پرون د جنورۍ ۶مه د جنوبي ښار خرسون په ګډون په بېلابېلو جبهو کې نښتې روانې وې.
په خرسون کې د اوکراین د پوځ قوماندان یاروسلاو یانوشیویچ وايي، د دغه ښار د اور وژنې څانګه د راکټي بریدونو له امله په نښه شوې چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یوه ورځ مخکې ویلي وو چې اوربند به د اورتودوکس کرسمس په مناسبت د جنورۍ د شپږمې له سهار د جنورۍ د اوومۍ د شپې تر نیمايي دوام وکړي.
خو د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي له یو شمېر لوېدیځو چارواکو سره په ګډه روسیه تورنه کړه چې د اوربند له نوم څخه په استفادې د خپل جنګي موقف د پیاوړي کولو هڅه کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ناټو سرمنشي: راتلونکو څو ورځو کې به فنلنډ رسماً د ناټو غړی شي

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي، په څو راتلونکو ورځو کې به فنلنډ رسما د ناټو غړی شي.
هغه نن په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د ناټو په مرکز کې د فنلنډ د بیرغ راځړېدو ته سترګې په لار دی.
نوموړي زیاته کړې، په ګډه به قوي او خوندي یو.
له اږودې مودې وروسته ترکیې د پنجشنبې په ورځ له ناټو سره د فنلنډ د یو ځای کېدو پر وړاندې خنډ ليرې کړ.
ستولتنبرګ په یوه بېل بیان کې ویلي، چې فنلنډ قوي ځواکونه، پرمختللي ظرفیتونه او قوي دموکراتيکي ادارې لري.
ټاکل شوې ده، د ناټو د بهرنیو چارو وزیران راتلونکې اوونۍ په بروکسل کې سره وګوري، هغه ځای چې تمه ده په ناټو کې به د فنلنډ غړیتوب په رسمي ډول تایید او عملي شي.
نن د هندوستان د کرېکټ ستر سوداګريز ليګ 'ايېپيال' سيالۍ پيليږي

د هندوستان د کرېکټ ستر سوداګریز لیګ (ايېپيال) نن (جمعه) د دې هېواد په احمد اباد ښار کې پیلیږي.
په لومړنۍ لوبه کې به د تېر کال اتله لوبډله ګجرات ټایټنز د چینای سوپر کینګز پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي.
سږ کال په دې لیګ کې پینځه افغان لوبغاړي هم لوبه کوي.
د ايېپيال په سیالیو کې لس لوبډلې سره سیالي کوي چې هره لوبډله به ۱۴ لوبې ترسره کړي.
د افغان لوبغاړو له ډلې به راشدخان او نور احمد د ګجرات ټایټنز په لوبډله کې ولوبیږي.
دغه راز رحمن الله ګربز د کلکته نایټ رایډرز، فضل حق فاروقي د سن رایزر حیدر اباد او نوینالحق د لکنو سوپر جاینټز په لوبډلو کې شامل دي.
نوینالحق په لومړي ځل دې لیګ کې پېرل شوی دی.
د ویلو ده چې د هندوستان غوره لیګ (ايېپيال) به د یاد هېواد په بېلابېلو ښارونو کې ترسره شي او پایلوبه به یې د مۍ په ۲۱مه نېټه وي.
پر اوکراين د روسيې د يرغل ۴۰۰ ورځې پوره شوې

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي پر اوکراین د روسیې د یرغل د ۴۰۰مې ورځې په مناسبت ویلي، هېواد یې نورو اقداماتو ته ځان تیاروي.
زلنسکي تېره شپه په یوه ویډیويي پیغام کې د روسیې پوځي عملیاتو خلاف کوم اټکل ته اشاره ونهکړه.
د اوکراین ولسمشر ویلي پر اوکراین د روسیې د یرغل چې د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پیل شوی، ۴۰۰ ورځې واوښتې.
د هغه په وینا اوکراین، د خارکیف سیمې او خرسون ښار د ځینو برخو د بېرته نیولو دغه راز د بخموت او دونباس سیمې د دفاع لپاره اوږده لار وهلې ده.
که څه هم د اوکراین پوځي قوماندانانو ویلي، چې د پوځي عملیاتو ضد اقدامات دومره لیرې نهدي، خو زلنسکي څو ورځې مخکې ویلي وو، چې کییف تر لویو عملیاتو مخکې کافي وسلو ته په تمه دی.
د ترکیې پارلمان پرون په ناټو کې د فنلنډ د غړیتوب غوښتنلیک تصویب کړ

له دې سره په دې غربي پوځي ايتلاف کې د غړیتوب لپاره د فنلنډ په وړاندې د اوږدې مودې خنډ لیرې کړای شو.
د ترکیې د پارلمان ټولو ۲۷۶ حاضرو غړو د فنلنډ په پلوي رایه ورکړه.
تر دې څو ورځې مخکې د هنګري پارلمان هم ورته مثبته رایه ورکړې وه.
د دې لپاره چې په ناټو کې نوی هېواد د غړي په توګه ورزیات شي، د دې تړون د دېرشو غړو د رایو اتفاق ته اړتیا ده.
ترکیه او هنګري د ناټو دوه وروستي غړي هېوادونه وو، چې په دې تړون کې یې باید د فنلنډ غړیتوب ته رایه ورکړي وای.
په ناټو کې د سویډن د غړیتوب موضوع لا هم لاینحله پاتې ده، چې هم ترکیه او هم هنګري د شنه څراغ ښوولو په برخه کې له ځانه مقاومت ښيي.
محمد بن زايد خپل مشر زوی د ابوظبۍ وليعهد وټاکه

د متحده عربي اماراتو دولتمشر او د ابوظبي واکمن محمد بن زاید خپل مشر زوی د ابوظبي ولیعهد وټاکه.
محمد بن زاید یو کال پخوا د متحده عربي اماراتو د دولتمشر په توګه دنده پیل کړه.
د متحده عربي اماراتو د رسنیو د راپور لهمخې، د محمد بن زاید ورور، شیخ منصور بن زاید آل نهیان د اماراتو د مرستیال دولتمشر په توګه ګومارل شوی دی.
اذربايجان په تل ابيب کې خپل سفارت پرانيست

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر(الي کوهن) له خپل اذربایجاني ساري سره په کتنه کې د ایران پر ضد له باکو سره د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.
د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر جیحون بایراموف، چې په لومړي ځل اسرائیل ته تللی، د چهارشنبې په ورځ په تل ابیب کې د خپل هېواد سفارت پرانیست.
کوهن پرون (پنجشنبه) له بایراموف سره په تل ابیب کې د خبرو په مهال وویل، اسرائیل او اذربایجان له یو شان ګواښونو سره مخامخ دي او د ایران د خطر په اړه هم دواړه یو شان درک لري.
د پاکستان د ماليې وزيره: د باور نشتوالي د پيسو له نړيوال صندوق سره موافقه ځنډولې

د پاکستان د مالیې لپاره د دولت وزیره عایشه غوث وايي، د پیسو له نړیوال صندوق سره د پور په اړه موافقه د باور د نشتوالي له کبله ځنډېدلې ده.
پاکستان، چې اقتصادي وضعیت یې خراب دی او پورونو ته اړتیا لري، له ډېرې مودې راهیسې د پیسو له نړیوال صندوق سره په خبرو بوخت دی چې پور ترلاسه کړي.
عایشې غوث پرون د پاکستان د پارلمان یوې کمېټې ته وویل، حاضردمه د پور مسله د اعتماد نشتوالي ځنډولې ده.
پاکستان وايي چې، د پیسو له نړیوال صندوق څخه د شپږ نیم میلیارد ډالره پور د اخیستلو لپاره یې د دغه صندوق یو شمېر شرطونه پوره کړي دي.
د عدالت نړيوالې محکمې د ضبط شويو ۲ ميليارد ډالرو ازادېدو په اړه د ايران غوښتنه رد کړه

د عدالت نړیوالې محکمې یا (ای سي جې) پرون (پنجشنبې) د امریکا د متحدو ایالتونو له لوري د ایران د مرکزي بانک د نږدې ۲ میلیارد ډالره ضبط شویو پیسو د ازادولو لپاره د ایران غوښتنه رد کړه.
دې محکمې، چې د هالنډ په هاګ کې ده وویل، د نیویارک په سیټي بانک کې د یو میلیارد ډالره بانډونو او د هغو د سود په اړه د قضايي پرېکړې صلاحیت نهلري.
محکمې په عین حال کې ویلي چې، د امریکا متحدو ایالتونو د ځینو ایرانیانو او شرکتونو، چې شتمنۍ یې ضبط شوي دي، له حقونو سرغړونه کړې ده.
روسيې د والسټريټ ژورنال يو خبريال د جاسوسۍ په تور نيولی

د روسیې د فدرالي امنیت مسوولينو نن ویلي چې، د یکاترینبورګ ښار په اورال سیمه کې یې د والسټریت ژورنال ورځپاڼې یو خبریال د جاسوسۍ په تور نیولی دی.
د والسټریټ ژورنال دغه خبریال ایوان ګرشکویچ (Evan Gershkovich) له څو اونیو را په دې خوا، له یاد ښاره د اوکراین د جګړې او د واګنر اجیرې ډلې په تړاو د روسانو د نظرونو په اړه راپورونه ورکول.
د روسیې د فدرالي امنیت د خدماتو څانګې (ایف.ایس.بي) په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې، ایوان ګرشکویچ د امریکا په لارښوونه دغلته د روسیې د یوه پټ پوځي صنعتي شرکت په تړاو معلومات راټولول.
د اعلامیې لهمخې د دغه خبریال په وړاندې د جاسوسۍ یوه دوسیه پرانيستل شوې ده.
تر اوسه امریکایي چارواکو په دې اړه څه نهدي ویلي.
پاکستان کې د څلورو پوليسو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې د پولیسو پر پوسته وسلهوال برید کې او د سړک غاړې بم په چاودنه کې د یو افسر په ګډون څلور پولیس وژل شوي او شپږ ژوبل دي.
د لکي مروت د پولیسو ویاند شاهد حمید خان د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل، وړمه شپه وسلهوالو د پولیسو پر پوسته برید وکړ چې، پنځه سرتېري پهکې ټپیان شول.
هغه زیاته کړه، د لکي مروت د پولیسو مرستیال سرپرست اقبال مومند له نورو سرتېرو سره د پېښې ځای ته روان و چې موټر يې د سړک پر غاړه ښخ شوی ماین باندې وربرابر شو.
د حمید خان په خبره، په دې برید کې د مومند په ګډون څلور پولیس ووژل شول او یو ټپي دی.
د بریدونو مسولیت تر اوسه کوم چا پر غاړه نهدی اخیستی.
د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې په دې وروستیو کې وسلهوال بریدونه زیات شوی چې ډېر وخت يې مسولیت تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي پر غاړه اخیستی دی.