په کییف کې پرله پسې چاودنې شوي

په کییف کې ژغورونکې ډله د ژغورنې د عملیاتو پرمهال

د راپورونو له مخې نن د اوکراین په پلازمېنه کییف کې پرله پسې چاودنې وشوې.

تر دې مخکې د روسي الوتکو د احتمالي بریدونو د پیلېدو له وېرې د خطر د زنګونو غږونه جګ شول.

د کییف ښاروال ویټالي کلیچکو په ټېلېګرام کې د چاودنو خبر تایید کړ.

وروسته کلیچکو ولیکل چې یوه چاودنه د سولومینسک په مېنه کې وشوه.

تر اوسه په دې اړه نور جزییات له رسنیو سره نه دې شریک شوي خو راپورونه وایي چې د اوکراین دافع هوا سیستم هم فعاله و.