کندهار کې ماشومانو لپاره جوړ شوي محلي ټولګي څومره ګټور وو؟

د ماشومانو يو ټولګی، انځور - ارشيف

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف د کندهار په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۵۸۸ محلي ټولګیو فعالیت وځنډاوه.

دغه پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې طالبانو په ملي او نړیوالو غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

طالبانو پر نجونو او ښځو د محدودیتونو لګولو په دوام تازه بندیز تېره یکشنبه اعلان کړ، چې په پراخه پیمانه ورباندې انتقادونه وشول.

زموږ همکار د قلم لار ټولنې له مشر مطیع اله ویسا نه، چې په افغانستان کې د ماشومانو د تعلیم لپاره مبارزه کوي، د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې: په کندهار کې هغه محلي ټولګي څومره ګټور وو، چې سلګونو ماشومانو ته یې د زده کړې امکان برابر کړی و؟

د ښاغلي ويسا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د مطيع الله ويسا مرکه