يونېسف کندهار کې ۱۵۸۸ محلي ټولګي بندوي

د ماشومانو يو ټولګی، انځور - ارشيف

د طالبانو له لوري په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز له کبله یونېسف سر له نن پنجشنبې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د خپلو ۱۵۸۸ محلي ټولګیو فعالیت بندوي.

د دغو محلي ټولګیو په بندېدو سره به شاوخوا ۵۰ زره نجونې او هلکان د لومړنیو زده‌کړو محروم شي.

ددې محلي ټولګیو ښوونکو او زده کوونکو له ازادي رادیو سره په خبرو کې دا یوه خواشينونکې پرېکړه بللې.

نور تفصیل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور