اروپايي ټولنې په نادولتي موسسو کې د افغان ښځو پر کار کولو بندیز وغانده

د اروپايي ټولنې بیرغ

اروپايي ټولنې د طالبانو له لوري په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو تازه بندیز وغانده.

اروپايي ټولنه چې په افغانستان کې د مرستندویه موسسو یوه لویه تمویلونکې ده ویلي یې دي چې دا موضوع چې د ښځو پر کار کولو دغه بندیز به یې د مرستو پر بهیر څه اغېز ولري، ارزوي.

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنېشنل په یوه ټویټ کې د طالبانو له لوري په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو وروستی بندیز په افغانستان کې له سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي برخو څخه د ښځو د ایستلو یوه خواشینونکې هڅه بللې ده.

د طالبانو د اقتصاد وزارت پرون ټولو کورنیو او نړیوالو نادولتي موسسو ته په استولي مکتوب کې ویلي چې تر بل امره پورې ښځې له کار کولو منع کړي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې یا ای ار سي په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې له درې زره زیاتې ښځینه کارکوونکې لري چې په دې هېواد کې په بشري مرستولو رسولو کې یې ونډه ډېره مهمه ده.