د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري وايي، لا هم زیات شمېر افغانان له خپل هېواده د تېښتې په حال کې دي.
افغان خبریاله خاطره نوري چې دا مهال په پاکستان کې ده، وایي ویره لري، چې د ویزې د مودې له ختمېدو وروسته به له دې هېواده وشړل شي.
دا چې په پاکستان کې یو بل اروپايي هېواد ته د تګ په هیله شپې سبا کوي، د پاکستان له حکومت غواړي، له هغه افغان کډوالو سره چې نورو هېوادونو ورسره له دغه ځایه د وتلو ژمنې کړي ګذاره وکړي.
نوموړې وايي: "په پاکستان کې زموږ لپاره ورځ تر بلې د ژوند شرایط سختیږي، ځکه د پاکستان هېواد اعلان کړی هغه کسان به له دې هېواده وباسي چې د ویزو موده یې پای ته رسیږي، دا به د ټولو هغو کډوالو لپاره د اندېښنې وړ وي چې غواړي له دې ځایه نورو هېوادونو ته د وتلو کیسونه وچلوي، په ځانګړي ډول د خبریالانو لپاره چې نه بېرته خپل هېواد ته تللی شي او نه دلته ورته اسانتیاوي موجودې دي."
دا وایي په وروستیو کې د پاکستاني پولیسو له لوري د هغو افغانانو زورول او نیول پیل شوي چې په یاد هېواد کې یې د استوګنې قانوني موده پای ته رسېدلې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت څه موده مخکې اعلان وکړ، هغه بهرنیان چې د ۲۰۲۲ کال د دسمبر تر وروستۍ نېټې پورې یې په دغه هېواد د استوګنې ویزه پای ته رسیږي، که خپله ویزه تمدید نهکړي، قانوني چلند سره مخ او بندیان به شي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پیل راهیسې یو شمېر افغانان له دې هېواده وتلي او زیات شمېر نور لا هم نورو هېوادونو ته د وتلو په هڅه کې دي.
هغه افغانان چې غواړي له افغانستانه ووځي تر ټولو ډېر نړیوال ملاتړ او ساتنې ته اړتیا لري"
تازه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د سیمي او نړۍ له هېوادونو غوښتي، ټولو هغو کسانو ته، چې له افغانستانه تښتي اجازه ورکړې تر څو خپل اصلي هدف ته ورسیږي او د پناه غوښتنې له قانوني حقه برخمن شي.
د کډوالو په چارو کې د ملګر ملتونو عالي کمېشنرۍ ویاند پتر کیسلر ازادي راډیو ته ویلي، دولتونه د خپلو سرحدونو د کنټرول او ناقانونه تګ راتګ د مخنیوي حق لري خو دا چاره دې خپلو ملي او نړیوالو قوانینو ته په کتو تر سره کړي.
نوموړي ويلي: "په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، هغه افغانان چې غواړي له افغانستانه ووځي تر ټولو ډېر نړیوال ملاتړ او ساتنې ته اړتیا لري، په دوی کې د نورو کسانو ترڅنګ، ښځې او نجونې، د پخواني حکومت کارکونکي او په افغانستان کې د نړیوالو ادارو کارکونکي، د بشري حقونو فعالان او مذهبي لږکي شامل دي."
دی وایي نړۍ باید افغانان یوازې پرېنږدي او بسپنه ورکونکي هېوادونه باید د بشري حقونو په برخه کې د شته اندېښنو د حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
بسپنه ورکونکي هېوادونه باید د بشري حقونو په برخه کې د شته اندېښنو د حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي."
نوموړی وايي: "نړیواله ټولنه نهشي کولای افغانان هېر کړي، بسپنه ورکونکي هېوادونه باید د بشري حقونو په برخه کې د شته اندېښنو د حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. ملګرو ملتونو په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې په افغانستان کې د بشري بحران د کنترول لپاره له نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو نه د څلور اعشاریه څلور میلیاردو ډالرو غوښتنه کړي وه خو له دې غوښتنې څخه یوازې ۵۴ سلنه یې پوره شوې، چې دې چارې د مرسته رسوونکو ادارو چارې له ځنډ سره مخ کړي دي، موږ اندېښنه لرو چې په افغانستان کې د وضعیت له خرابېدو او د اوکراین د جګړې په درشل کې د سون او خوراکي توکو د بیو په لوړېدو سره به افغانان په راتلونکي ۲۰۲۳ میلادي کال کې لا سختې ورځې وګوري."
نوموړی وايي، اوس مهال د سیمې او نړۍ په هېوادونو کې نږدې پنځه میلیونه افغانان کډوال استوګن دي، دغه شان ۳ اعشاریه ۴ میلیونه نور افغانان په کور دننه د بېځایه شویو په توګه ژوند کوي.
په دې اړه نور: له هرات او نيمروز څخه ګاونډيو هېوادونو ته د ځوانانو د وتلو لړۍ چټکه شوې دهد کډوالو په چارو کې د ملګر ملتونو عالي کمېشنرۍ د شمېرو پر بنسټ د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د جنوري له لومړي نېټې را پهدېخوا ۳۴ زره ۶ سوه افغانان ایران او پاکستان ته کډوال شوي او هلته یې له UNHCR سره ځانونه ثبت کړي خو پتر کیسلر وايي، د هغو افغانانو شمېر کېدای شي له دې په ځلونو ډېر وي چې له پولو اوښتي او د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري.
د پاکستان او ایران د حکومتونو د اټکل لهمخې د تېر ۲۰۲۱ میلادي کال له پیله نږدې ۱ میلیون او ۲۵۰ زره افغانانو په شاوخوا کې دغو هېوادونو ته ورغلي دي.