راپورونه: د پاکستان په یوه زندان کې یو افغان کډوال مړ شوی

د کراچۍ زندان

راپورونه وايي، د پاکستان په کراچۍ کې یو افغان کډوال په زندان کې مړ شوی دی.

پاکستاني چارواکو د دې نیول شوي کس نوم تاج محمد ښودلی چې د خپل زوی او څو نورو کسانو سره د اکټوبر په ۲۰مه د کراچۍ پولیسو پاکستان ته د غیرې قانوني ورتګ په تور نیولی او بندی کړی و.

کراچۍ کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ یا پي ټیم ایم غړې او د بشري حقونو مدافع منیزه کاکړ چې هڅه کوي له دې افغانانو سره قانوني مرسته وکړي ازادي راډیو ته وویل، پولیسو تر اوسه د مړي له سپارلو ډډه کړې.

کاکړ وايي: "یو کس مړ شوی، سپین ږیری دی. د هغه سره یې زوی هم په همدې قضیه کې بندي دی. نو د کورنیو چارو وزارت ورته وايي څو چې دا قضیه نه وي حل شوی او د دې مړ شوي افغان سپین ږیري زوی نه وي ډیپورټ شوی نو تر هغې مړی هم نه شي سپارلی."

منیزه کاکړ وايي، دا مهال په کراچۍ کې د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په شمول تر دولس سوو زیات افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور بندیان دي چې ځینې یې د قانوني اسنادو د لرلو سره سره د پولیسو له خوا نیول شوي دي.