رسنۍ: ترکیې د سږکال له پيله څه باندې ۴۰ زره افغان پناه غوښتونکي ایستلي

ارشیف: له ترکیې ایستل شوي افغان کډوال

ترکي رسنۍ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله وایي، د سږکال له پيله څلوېښت زره او پنځه سوه افغان پناه غوښتونکي له ترکیې ایستل شوي دي.

د رسنیو د راپور له مخې، دغه شمېر پناه غوښتونکي د ۲۱۳ چارتر او څو نورو الوتکو په وسیله کابل ته لېږدول شوي دي.

د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې ترکیې سږ کال ټولټال څه باندې ۹۷ زره کډوال له خپلې خاورې شړلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي، دا مهال ترکیه د درې اعشاریه ۸ میلیونه کډوالو کوربه ده چې د نړۍ په کچه یوه هېواد کې د پنا غوښتونکو لوړ شمېر دی.