هلمند کې ولسي شخړې زياتې شوي دي

د هلمند مرکز لښکرګاه

وروستۍ دوه خپل‌منځي شخړې چې د دغه ولایت په سنګین او نوزاد ولسوالیو کې رامنځته شوې پر مهال یې دوه کسان مړه او ۱۴ نور ټپیان شول.

د دغه ولایت اوسېدونکي د ولسي شخړو د زیاتوالي لاملونه بې‌کاري، وچکالي او اقتصادي ستونزي یادوي.

بل‌خوا په هلمند کې طالب چارواکې وايي، د خپل‌منځي ولسي شخړو د هوارۍ لپاره یې په ولایتي کچه یوه کمېټه ټاکلې.

نور تفصيل د صادق رښتيني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د هلمند راپور