د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

پکتیا کې د قبیلو ترمنځ شخړو کې د درنو وسلو کارونه او د خلکو اندېښنې


پکتیا کې قبیلوي جنګیالي
پکتیا کې قبیلوي جنګیالي

په پکتیا کې د قبیلو ترمنځ د غرونو او ځمکو پر سر شخړو کې درنې وسلې کارول کېږي چې خلکو ته د مرګ او ژوبلې ترڅنګ درانه مالي زیانونه هم اړوي.

د دې ولایت اوسیدونکي وایي، د پکتیا ځایي امنیتي چارواکي تراوسه د دې شخړو په هواري نه دي بریالي شوي او نه یې هم د درنو وسلو د پلور او استعمال مخه نیولې ده.

د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ اړوند د منګلو، خروټو او د اریوب ځاځیو ولسوالۍ اړوند د خېرمنې او څپرې قبیلو ترمنځ شخړې یو له هغو څخه دي چې له کلونه راهیسې دوام لري او ترمنځ یې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د ډنډ پټان ولسوالۍ اوسیدونکی خلیل الرحمن وایي، د درنو وسلو استعمال یې ژوند تریخ کړی او افغان حکومت ګرموي چې نه یې جګړه درولې او نه یې هم د درنو د وسلو د استعمال مخه نیولې ده.

نوموړی زیاتوي:"دا غټې-غټې وسلې او لوی لوی بمونه له کومه راځي، دا غیر له دولتونو او حکومت نه پرته بل چا سره نشته، دا دې قومي خلکو د څه په خاطر ساتلي ، خو حتماً به د یو چا له خوا ورکول کېږي او دا جنګ به هغو کسانو روان کړی وي چې دا وسلې ورکوي."

پکتیا کې یو قبیلوي جنګیالی
پکتیا کې یو قبیلوي جنګیالی

د سیمې د اوسیدونکو په وینا د منګلو او خروټو ترمنځ د غرونو او ځمکې پر سر شخړه چې له تېرو څو لسیزو راهیسې روانه ده، په تېرو دوو کالونو کې یې ډېر زور اخېستی.

اکبرخان د همدې قبیلوي شخړو له منځه د یوې دېرش کسیزې ‌جنګیالۍ ډلې مشر دی وایي، دغه وسلې د خپلې قبیلې له اوسیدونکو څخه په راټولو شوېو پیسو اخلي او هغه مهال چې پرې مقابل لوری د درنو وسلو برید وکړي، دوی هم په همدې درنو وسلو ځواب ورکوي.

اکبر خان زیاتوي: "دا دوه کاله کېږي، دلته جنګ روان دی، ډېر د غټې وسلې جنګ روان دی، مزائیل دي، هاوان دي، دوی یې هم استعمالوي موږ یې هم استعمالوو، کوم طرف سره زور کې وي، هغه یې ډېر استعمالوي بل طرف خپل ځواب ورکوي."

اکبرخان یې وايي، وسلې یې ورته مشران اخلي او په وینا یې ښايي د ډېورنډ د کرښې په بله غاړه کې یې پیرل شوي وي.

دا چې ولې افغان ځواکونو تراوسه له دې جنګیالیو سپکې او درنې وسلې نه دي ټولې کړي؟ په اړه یې د پکتیا امنیه قوماندانۍ له تېرو څلورو ورځو د ازدي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

سوېل ختیځ زون کې د تندر قول اردو ویاند اېمل مومند ازادي راډيو ته وویل چې د دې وسلو استعمال غیرقانوني دی او دوی یې د مخنیوي لپاره اقداماتو ته چمتو دي.

ښاغلی مومند د خلکو له هغې خبرې سره هم همغږی دی چې د قبیلوي جګړو مشران سپکې او درنې وسلې له کرښې په بله غاړه کې پیري: "د درنو وسلو د شتون موجودیت په اړه باید ووایم چې دا زموږ لیرې پرتې سیمې دي او د ډېورنډ فرضي کرښې نه هغه خوا د وسلو کاروبارونه ازادانه ډول کېږي او دوی یې له هغه ځایه راوړي، خو موږ قطعاتو ته جدي امر کړی چې دا وسلې ونیسي او ترې ضبط یې کړي."

د پکتیا والي محمد حلیم فدايي
د پکتیا والي محمد حلیم فدايي

پیکا، دوه اتیا ملي میتري توپ، هاوان، راکېټ، زیکویک او ورته نورې هغه درنې وسلې دي چې په پکتیا کې د قبیلوي جګړو جنګیالیو ته په لاس ورغلي او وخت ناوخت پرې د یو بل کلي او سیمې ولي.

په پکتیا او خوست کې د ځمکو، غرونو او سیمو پر سر قومي شخړې اوږده مخینه لري.

د پکتیا والي محمد حلیم فدايي ازادي راډیو ته ویلي چې یوازې په پکتیا کې یې تر پنځوس زیاتې داسې قومې شخړې پیژندلي چې لا هم دوام لري او دوی یې د هواري لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

د پکتیا عام خلک وايي، ښايي د قومي شخړو هوارې وخت وغواړي، خو په دې شخړو کې د درنو وسلو پر استعمال د بندیز لپاره باید حکومتي چارواکي سملاسي لاس په کار شي، ځکه چې درنې وسلې درنه مرګ ژوبله اړوي او په قومي شخړو کې دا ډول وسلې د ولسي مرګ ژوبلې سبب کېږي چې مخنیوی یې د دولت مسولیت دی.

XS
SM
MD
LG