د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۸ سلواغه ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۰۶

پکتیا کې قبیلوي شخړو ځینو ځوانانو ته کاري زمینه برابره کړې


په پکتیا کې د قبیلوي شخړو جنګیالي

په پکتیا کې یو شمېر ځوانان د پیسو په مقابل کې په قومي او قبیلوي شخړو کې جنګیږي. دوی د هغو کسانو پرځای چې مساپر او یا هم په کاروبارونو او دندو بوخت وي، د پیسو په مقابل کې ګمارل کېږي، څو د مخالف لوري پر وړاندې مورچلې وساتي او یا هم خپلې نوبتي پهرې وکړي.

پکتیا له هغو ولایتونو څخه دی چې د ځمکې او غرونو پر سر په کې د قومونو او قبیلو تر منځ شخړې له ډېر پخوا معمول دي.

د منګلو او خروټو تر منځ شخړه یوه له هغو څخه ده چې له کلونو راهیسې روانه ده او تر دې مهاله په کې له دواړو لوریو لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.

پکتیا له هغو ولایتونو څخه دی چې د قومونو تر منځ شخړې له ډېر پخوا معمول دي.
پکتیا له هغو ولایتونو څخه دی چې د قومونو تر منځ شخړې له ډېر پخوا معمول دي.

د ځمکې پرسر دا قومي شخړه دواړو خواوو ته د درنو مالي او ځاني زیانونه سبب شوې ده، خو داسې کسان هم شته چې دې شخړو ورته د کار فرصت برابر کړی.

عابد هغه څوک دی چې د همدې جګړې په یوه لوري کې د جنګیالي دنده لري، خو لکه د نورو په څېر په نوبت او یا هم د خپلې کورنۍ په استازیتوب نه، بلکې د یوې داسې کورنۍ لپاره د پیسو په مقابل کې جنګېږي چې نارینه غړي یې په یوه بهرني هېواد کې په مزدورۍ بوخت دي.

نوموړي ازادي راډیو ته خپله کیسه داسې کوي: "دغه دنده ما په دېرش زره روپۍ نېولې ، هغه سړی دوبۍ کې دی، د دې پهرې قیمت فرق کوي، څوک لوړ قیمت ورکوي، څوک یې ټېټې ورکوي، خپلې پهرې مو هم وي، مزدورۍ باندې یې هم نیسي."

پکتیا کې یو قبیلوي جنګیالی
پکتیا کې یو قبیلوي جنګیالی

خلیل الرحمن بیا د منګلو او خروټو د قبیلو تر منځ د اوږدې جګړې د یوې داسې کورنۍ غړی دی چې په خپله په نورو دندو مصروف دی او نه شي کولی د دې جنګ لپاره د قومي نرخ او دود سره سم په خپل نوبت د سیمې ساتندویه مورچل کې تېر کړي او پهره وکړي او یا هم وخت ناوخته په رامنځته کیدونکي جنګ کې ور شریک شي.

دی وایي، دده په څېر مصروف او له هېواده بهر مساپر اړ دي چې د کلي او قبیلې جنګ ته د پیسو په مقابل کې جنګیالي ونیسي او خپله تشه ور ډکه کړي.

خلیل الرحمن وايي: "زما اوس کور کابل کې دی، زما پهره بل څوک کوي، هره میاشت ۳۵ زره روپۍ ورکوم او ماته مې قوم خپل حق را ایستلی، راته وایي چې یا به پیسې پرې کوې، یا به خپله ورته راځې."

خلیل الرحمن وايي کابل کې اوسیږي او په خپل ځای یې د پهرې لپاره په ۳۵ زره تنخوا یو جنګیالی نیولی دی.
خلیل الرحمن وايي کابل کې اوسیږي او په خپل ځای یې د پهرې لپاره په ۳۵ زره تنخوا یو جنګیالی نیولی دی.

خو د پکتیا ځایي چارواکي وایي، د اوس مهال لپاره یې د منګلو او خروټو د قبیلو ترمنځ د دې ولایت د نرخ یا په بله اصطلاح د سیمه ییز عرف او عاداتو له مخې اوربند کړی او د دې شخړې د اساسي حل په هڅه کې دي.

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي ازادي راډيو ته وویل: "د منګلو او خروټو د قوم تر منځ شخړه تر کار لاندې ده، له دواړو لوریو نه د پکتیا د نرخ په مطابق اوربند شوی، د پکتیا نرخ مطابق به مخکې ځو او د جمهوري ریاست د هدایاتو پر اساس به اجرات کوو."

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي وايي د منګلو او خروټو د قوم تر منځ شخړه تر کار لاندې ده.
د پکتیا والي محمد حلیم فدایي وايي د منګلو او خروټو د قوم تر منځ شخړه تر کار لاندې ده.

د کار روزګار نشتوالی یو له هغو لاملونو شمېرل کېږي چې پکتیا کې ځوانان داسې مرګوني او ځینې مهال ناقانونه دندو ته مټ ورکوي.

که څه هم د دې شخړې د حل لپاره د پکتیا ځایي چارواکو، مېشتو نورو قومونو او د ولسي جرګې د وکیلانو په ګډون ګڼو ډلو هڅې وکړې، خو لا یې هم د حل څرک نه لیدل کېږي او یاده جګړه له دواړو لوریو ځوانان، ماشومان او سپین ږیري اخلي.

د پکتیا چارواکي وایي، په ټول ولایت کې یې ۵۳ شخړې په نښه کړي چې دوه یې حل شوي، په ځینو یې کار روان دی او ځینې یې همداسې د نامالوم برخلیک سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG