د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت خپل موجودیت اعلان وکړ

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر

د لسګونه پخوانیو سیاستوالو او چارواکو په ګډون «د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت» نن د موجودیت اعلان وکړ.

د دغه حرکت په مشرتابه کې د جمهوري نظام پر مهال د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، معصوم ستانکزی او ځینې نور سیاستوال ځای لري.

د حرکت پرانیست غونډه په انلاین توګه جوړه شوې وه.

د غونډې ویاند دین محمد مبارز راشدي وویل چې دوی د سیاسي مذاکراتو له لارې د افغانستان د اوسني کړکېچ د حل په لټه کې دي.

راشدي همدارنګه د طالبانو په تېره څه باندې یو کلنه واکمنۍ کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو یادونه وکړه.