د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، یو امن لرونکی افغانستان د ټولې اسیا او نړۍ لپاره مهم دی.
د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد د ټوېټ له مخې حنفي نن د علومو د اکاډمۍ یوه سیمنار ته په وینا کې دا خبره کړې او ویلي یې دي چې که: "خدای مه کړه افغانستان نا امن وي، پر ټولې اسیا به منفي اغېزې ولري."
د هغه په خبره افغانستان په اسیا کې مهم رول لري او اسلامي امارت هم د سیمه ییز اتصال ملاتړ کوي.
خو په عین حال کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن پرون وویل، افغانستان، چې اوس طالبان پرې واکمن دي ډېر کم وخت لري او که ګټه ترې وانه خلي نو فرصتونه یې له لاسه وځي.
د هغه په خبره سمه ده چې افغانستان د اسیا زړه دی، خو تل به د نړۍ د توجه مرکز نه وي.