طالبان: میدان وردک کې یوه ۱۲ کلنه نجلۍ وژل شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د میدان وردک موقعیت

د میدان وردک ولایت طالب چارواکي د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د وژل کېدو خبر ورکوي.

د دغه ولایت د امینه قوماندانۍ ویاند محمد یوسف اسرار ازادي راډيو ته وویل چې یوې ښځې د خپلې بنې درې کوچنۍ لوڼې سختې وهلې او یوه ۱۲ کلنه بنزۍ یې چې عابده نومېږي، تر وهلو لاندې وژلې ده.

یاده پېښه د سیداباد ولسوالۍ د اونخي درې اړوند په ګدايي کلي کې تېره ورځ ناوخته رامنځته شوې.

د امنیې قومندانۍ د ویاند محمد یوسف اسرار په وینا یاده ښځه د طالبانو امنیتي ځواکونو نیولې ده.

دا په افغانستان کې د کورني تاوتریخوالي له وروستیو مخ پر زیاتېدونکو پېښو یوه ده.