د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

د افغان ښځو د وضعې په اړه تازه راپور خپور شو


د بهرنیو چارو وزارت د یوشمېر هیوادونو په مالي مرسته په افغانستان کې د ښځو په اړه د سې شنبې په ورځ یو تازه راپور خپور کړ. د ناورې، هالنډ او ډنمارک هېوادونو په مالي او د ملګروملتونو د ښځو څانګې په تخنیکي مرسته دا راپور په دوه کاله کې بشپړ شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په دې خپور شوي راپور کې د ښځو د ورستیو لاس ته راوړنو ترڅنګ بې وزلي، کورني تاوتریخوالي، نا امنۍ او له خپلو حقوقو څخه د ډیرشمېر ښځو بې خبري د دوی عمده ستونزې بلل شوي دي.

په دې راپور کې چې د سې شنبې په ورځ په کابل کې خپور شو راغلي چې له تیرو لس کلنو هلوځلو سره سره لاهم په افغانستان کې ښځې له ډیرو ننګونو سره مخامخ دي او د دوی پرضد تاوتریخوالی لاهم زیات دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ښځو د حقوقو د ودې او پراختیا رییسې اصیلا وردک د دې راپور د خپرولو پرمهال خبریالانو ته وویل؛ چې دا راپور بیلابیلو ملي او نړیوالو ارګانونو ته د ښځو د حقوقود خوندي کولو به پرخه کې ښه لارښود دی، دې په افغانستان کې د ښځو عمده ستونزو ته هم ګوته ونیوله او د دې ستونزو لاملونه یې په ډاګه کړل:

"بې وزلي او نا امني د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مهم علتونه دي، له کومو ځایونو څخه چې بهرني ځواکونه وتلي او ملیشې په کې ځای پرځای شوي د تاوتریخوالي اندازه هم په کې زیاته شوې.

کورنی تاوتریخوالی او ځان سیزنه په ځانګړي توګه په هرات او د هیواد په شمال کې ډیره زیاته ده، په نورو سیمو کې هم شته خو لاهم ورڅخه بشپړ او پروخت راپور نه ورکول کیږي.

په دې وروستیوکې چې د ښځو پر ضد تاوتریخوالی زیات شوی ښایی یو علت یې ډیر او منظم راپور ورکول وي."

افغانستان په ۱۹۸۰ میلادي کال کې د ښځوپر وړاندې د هررنګه توپیر د مخنیوي کنوانسیون لاسلیک کړ او په ۲۰۰۳ کال کې له دې کنوانسیون سره یو ځای شو، په افغانستان کې د ښځو په اړه دا راپور د ناروې، ډنمارک او هالنډ هیوادونو په مالي او د ملګروملتونو د ښځو د څانګې په تخنکیې مرسته برابر شوی.

ټاکل شوې وه، چې په افغانستان کې د ښځو د وضعې په اړه دا راپور په ۲۰۰۴ میلادي کال کې خپور شي؛ خو د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د نا امنیو او ځینو نورو ستونزو له امله دا راپور هغه مهال خپور نه شو.

دا راپور وروسته ترهغې خپریږي، چې ملګرو ملتونو او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم د بیلا بیلو راپورونو په خپرولو سره په دې هیواد کې د ښځو د وضعې په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه.

د ولسي جرګې غړې او د ښځو د حقوقو یوه فعاله فوزیه کوفي وایي، چې په مناسب وخت کې د دې راپور خپریدل هیله بخښونکې ده او هغه اندیښنې راکموي؛ چې د ښځو تیرې لس کلنې لاس ته راوړنې به په سیند لاهو شي:

"په ملي او نړیواله سطح کې ځینې داسې اندیښنې شته، چې ښایي هغه لاس ته راوړنې له منځه ولاړې شي، چې په تیرو لسو کلونو کې ښځو ترلاسه کړي.

دا راپور دا ډاډ ورکوي، چې افغان دولت د خپلو نړیوالو ژمنو په برخه کې ټینګ ولاړ دی او دا یو ښه خبر دی.

زه هیله منه یم چې افغان دولت د دې ډول پریکړو په عملي کولو کې جدي ګامونه اوچت کړي؛ ترڅو د ښځو په ژوند کې عملي او مثبتې اغیزې ولري."

که څه هم د ښځو د وضعې په اړه په ځانګړي توګه په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا دا نوی خپور شوی راپور هیله بخښونکې دی خو سږ کال په افغانستان کې د ښځو پرضد د تاوتریخوالي ډیرې او زړه بوګوونکي پیښې هم ثبت شوي.

د ښځو ځان سیزنه، د زور ودونه، کورنۍ شخړې، له زده کړو څخه لرې والی، روغتیایي خدمتونو ته نه لاس رسۍ او داسې نور هغه ستونزې دي، چې په افغانستان کې ډېر شمېر ښځې ورسره مخامخ دي اولاهم ډیرې داسې سیمې شته چې ښځې په کې ډیرې ستونزې لري؛ خو ورڅخه راپور نه ورکول کیږي.
XS
SM
MD
LG