د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

حمیده وردک: د ښځو د حقونو په برخه کې مربوطه ادارې تش نمایشي بڼه لري


د ښځو د ملي مبارزې بنسټ مشره حمیدې وردک
د ښځو د ملي مبارزې بنسټ مشره حمیدې وردک
د بغلان او هرات په ګډون په بیلابیلو ولایتونو کې له یو شمیر ښځو سره د تشدد په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د ښځو د ملي مبارزې بنسټ اړوند دولتي ارګانونه په بې کفایتۍ تورن کړل.

د یاد بنسټ مسوولینو وویل، چې په افغانستان کې له ښځو سره تاوتریخوالی ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو دی؛ خو مربوطه دولتي ارګانونه یې د مخنیوي لپاره جدي اقدامات نه کوي.

دوی د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوې غونډې کې وویل، چې په هېواد کې د ښځو د حقونو په برخه کې مربوطه دولتي ادارې او ټولنې تش نمایشي نمایشي بڼه لري.

د ښځو د ملي مبارزې بنسټ مشرې حمیدې وردک زیاته کړه چې؛ ولسمشر باید په سیسټم کې بدلون راولي:

"زه غواړم چې د پارلمان هغې ښځې ته چې د ښځو په برخه کې کار کوي؛ ووایم چې، نور بس دی، هغه وزارت چې د ښځو په برخه کې کار کوي بس ووایم؛ زه غواړم ولسمشر ته ووایم چې؛ نور دا وضعیت باید کنټرول شي او په سیسټم کې بدلون راولي او هغه ښځې چې د ښځو په برخه کې په سمبولیک ډول کار کوي؛ د هغوی پر ځای د شایسته سالارۍ په اساس نورې کسان وټاکي ترڅو وکړای شي؛ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پیښو مخنیوي وکړي."

د آغلې وردک په خبره په دې وروستیو کې د ښځو په وړاندې د تشدد پیښې په میدان وردک، بغلان، کندز او هرات ولایتونو کې ډیرې شوي دي.

هغې د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د ستارې په نوم یوې ښځې ته اشاره وکړه چې؛ د میړه له خوا یې پوزه او شونډې پرې شوې.

حمیدې وردک وویل، چې ستاره اوس ژوندۍ ده او په هرات کې یې درملنه کیږي.

په تیرې یوې میاشتې کې له بغلان ولایته هم په څلورو ښځو او نجونو د جنسي تیري راپورونه ورکړل شوي دي.

د ښځو د ملي مبارزې بنسټ په هېواد کې د معافیت فرهنګ؛ په عدلي او قضایي ارګانونو کې فساد او د دوسیو نه څېړل د ښځو د تاوتریخوالي د ډیریدو عوامل وبلل.

په افغانستان کې د ښځو چارو وزارت یو له هغو وزارتونو څخه دی؛ چې د ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره کار کوي.

د ښځو چارو وزارت تخنیکي او مسلکي مرستیالې "سیدې مژګان مصطفوي" آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې د دې وزارت په ګډون ټولو حکومتي ارګانونو د ښځو د حقونو د تامینولو لپاره تر خپله وسه هڅې کړي دي.

خو هغې وویل، خلک باید د ښځو پر حقونو پوه کړای شي:

"نن ورځ چې د ښځو به وړاندې تاوتریخوالي کیږي؛ دا مساله بیلابیل عوامل لري او دا د ښځو د بنسټونو د بې کفایتې ستونزه نه ده چې؛ زه دا مساله په کلکه ردوم، د تاوتریخوالي د مخنیوي ځانګړې څارونوالۍ، د کورنیو چارو وزارت او د ښځو چارو وزارت په خپل وار د ښځو پر وړاندې د تشدد پیښو ته رسیدګي کړې د عالمانو شورا باید راشي او خلکو ته ووايي، چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي د اسلامي قوانیو سره په ټکر کې دي."

که څه هم وروستیو پیښو ته په کتو سره ځینې خلک وايي؛ چې له ښځو سره تاوتریخوالی ډير شوی دی. خو د ښځو د حقونو ځینې فعالانې بیا په دې نظر دي چې؛ د تاوتریخوالي پيښې نه دي زیاتي شوي؛ بلکې اوس له ښځو سره د تاوتریخوالي د پيښو ډیر راپورونه تر رسینو او مربوطه ارګانونو رسیږي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG