د جمهوري نظام د مشرانو جرګې غړی زلمی زابلی د زړه د حملې له امله په ۶۲ کلنۍ کې ومړ.
د ډاکتر زلمي زابلي د کورنۍ غړو ازادي راډیو ته تایید کړه چې نوموړی تېره شپه لس نیمې بجې په کابل کې وفات شو او د یکشنبې ورځې په سهار د زابل ولایت په کلات ښار کې خاورو ته وسپارل شو.
د زابلي وراره الیاس ازادي راډيو ته وویل چې نوموړی په دې وروستیو کې د زړه له ناروغۍ سخت په تکلیف و او درملنې لپاره هند ته هم تللی و.
الیاس زیاته کړه، د ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلسمې وروسته چې جمهوري دولت ړنګ او مشرانو جرګه هم ورسره ختمه شوه، زلمی زابلی په کابل کې پاتې شو او د ملت په نوم روغتون کې چې دی یې مسوول هم و، د زړونو عملیات کول.
زلمی زابلی د تېر جمهوري دولت په مهال د مشرانو جرګې غړی او ورسره د دې جرګې د شکایتونو کمېسیون مشر هم و.
زلمي زابلي په زابل، کندهار او کابل کې د طب د ډاکتر په توګه کلونه کار کړی او د مشرانو جرګې د غړي په توګه یې د رسنیو په تودو بحثونو کې ګډون کاوه.