د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو کمیسیون د اطلاعاتو او فرهنګ پر وزیر سید مخدوم رهین تور پورې کوي، چې لندن ته د نهه پنځوسو تاریخي اثارو په قاچاق کې لاس لري.
د دې کمیسیون مشر زلمي زابلی وایي، قاچاق شوي اثار دا مهال د لندن له پولیسو سره دي.
د افغانستان د خبریالانو د ملي اتحادیې مشر هم د اطلاعاتو او فرهنګ په وزیر ورته ادعا کوي او وايي، په دې اړه اسناد هم لري،خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر دغه تورونه بې ځایه بولي .
د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو کمیسیون وایي، په دې وروسیتو کې د لندن پولیسو له افغانستان څخه قاچاق شوي نهه پنځوس تاریخي اثار نیولي او زیاتوي، چې په دې قاچاق کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین لاس لري.
ددې کمیسیون رییس ښاغلي زلمی زابلي د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د لندن پولیسو د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه د قاچاق شویو اثارو په اړه پوښتنه کړې، خو مخدوم رهین ورته ویلي چې دا اثار د افغانستان نه دي:
"د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر له دیپلوماتیکو لارو او د خپل لاسلیک په وسیله د لندن پولیسو ته لیکلي چې دا اثار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند نه دي.
په داسې حال کې چې د کابل موزیم وایي زموږ اثار ورک شوي دي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر په دې برخه کې مسول دی."
له دې وړاندې هم په څو څو ځلې بهرته د افغانستان د تاریخي اثارو د قاچاق موضوع راپورته شوې او کله ناکله امنیتي چارواکو دغه قاچاق وړونکي نیولي هم دي.
څه باندې لس ورځې وړاندې د ملي امنیت ځواکونو په هرات ولایت کې یوه داسې دستګا ونیوله چې ترځمکې لاندې د تاریخي آثارو د موندلو لپاره کاریدله.
د افغانستان د خبریالانو د ملي اتحادیې عمومي مشر فهیم دشتي هم وایي، داسې اسناد لري چې لندن ته د قاچاق شویو تاریخي آثارو په مسله کې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر لاس لرل ثابتوي.
ښاغلي دشتي چې د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو په کمیسیون کې خبرې کولې رسنیو ته خپل اسناد وړاندې نه کړل خو ددې موضوع په اړه یې خپل نظر داسې څرګند کړ:
"موږ داسې اسناد ترلاسه کړي چې لندن ته د نهه پنځوس تاریخي آثارو د قاچاق په اړه دي، دغه اثار د برنزو په عصر پورې اړه لري.
د لندن پولیسو دغه آثار توقیف کړي او د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیره یې غوښتي چې دغه آثار ستاسې دي او که نه ؟
د کابل موزیم د لندن پولیسو ته لیکي، مونږ اړتیا لرو چې دغه اثار له نږدې وګورو، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ورته لیکلي چې دغه آثار د کابل موزیم اړوند نه دي."
خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین په ځان لګول شوي تورونه رد کړل او غوښتنه یې وکړه چې یاد شوي مدعیان باید په دې اړه خپل اسناد وړاندې کړي.
ښاغلي رهین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"دا یوه پوچه او بې معنی خبره ده، فکر نه کوم له ده پرته نورڅوک داسې خبرې وکړي او څوک به باور هم پرې ونه کړي.
فهیم دشتي په یوه تلویزیون کې وویل، چې زما د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر نه خوښیږي، دوی ته ووایی هر سند چې لری را یې وړی او په خپل کور کې یې مه ساتئ."
له دې وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو راهیسې یې بهر ته د شپږزره بیلابیلو تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولې ده.
د حکومت له هڅو سره سره بیا هم لسګونه ډوله تاریخي آثار بهر ته قاچاق شوي چې اکثره یې تراوسه بیرته نه دي راوړل شوي.
اسدالله لودین -- کابل