د طالبانو له لوري د دوو رسنیو د ویبپاڼو بندولو خبریالان اندېښمن کړي

Your browser doesn’t support HTML5

د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې اعلان وکړچې د هشت صبح ورځپاڼې او زاویه میډیا یې په دې تورچې جعلي خبرونه یې خپرول او انډول یې نه ساته، بندې کړې. دغه اقدام د خبریالانو او رسنیو د مدافع ټولنو له تندو غبرګونونو سره مخامخ شو. احمد تکل د دغه اقدام د پایلو په اړه په افغانستان کې د جنوبي آسیا د خبریالانو د ټولنې له ریس ضیا بومیا سره د سکایپ له لارې مرکه کړې ده.

طالبانو د دوو رسنیو ویبپاڼې بندې کړي، خبریالان اندیښمن دي