د افغانانو د ژوندي پاتې کېدو په موخه۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته شوې

ارشیف

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي چې د افغانستان د بشري مرستو وجهي صندوق روان کال بشري مرستندویه شریکانو ته نږدې درې سوه میلیونه ډالره ورکړي چې هغو میلیونونو افغانانو ته چې د ژوند ژغورلو لپاره پر بشري مرستو متکي دي، د ژوندي پاتې کېدو لومړنۍ مرستې ورسوي.

اوچا په یوه بل ټویټ کې ویلي چې د افغانستان د بشري مرستو صندوق د امریکا د بسپنې ۱۰۷ میلیون ډالره د ژمنیو مرستو لپاره ازادې کړي دي.

اوچا ویلي چې دغه مرستې به مخکې له دې چې سخت ژمۍ پیل شي، د خلکو د کورونو د ترمیم، کمپلو، ګرمو جامو او د سوند موادو په برخو کې له خلکو سره پر مرستو ولګول شي.