د ملګرو ملتونو عمومي غونډه د افغانستان د استازي له وینا پرته پای ته ورسېده

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې انځور

د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو سرمشریزه د افغانستان د استازي له وینا پرته پای ته ورسېده.

دا پرله پسې دویم کال دی چې هیڅوک د افغانستان په استازیتوب د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا نه کوي.

بل لورته نن ماښام د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه یوه غونډه رابللې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت "یوناما" مشر مارکوس پوټزل دغې غونډې ته د افغانستان په اړه معلومات ورکوي.

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام له خوا دغه سازمان ته معرفي شوي استازي نصیر احمد فایق ویلي، د افغانستان د ملت غږ او غوښتنې به راپورته کړي.

طالبانو تېر کال خپل یو مطرح غړی سهېل شاهین ملګرو ملتونو ته د استازي په توګه معرفي کړ، خو ملګرو ملتونو ونه مانه.