ملګري ملتونه: د ژمي له رارسېدو مخکې افغان زیانګالو سره مرسته کوو

کابل کې بېځایه شوي کورنۍ

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمېشنري وايي چې د ژمي له رارسېدو مخکې به په افغانستان کې له زیانګالو خلکو سره مرسته وکړي.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمېشنرۍ په یوه بیان کې چې نن پر ټویټر خپور شو ویلي چې د جګړو له کبله له بېځایه شویو کورنیو او له بهره له راستنو شویو کډوالو سره به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مرسته وکړي، خو دې ادارې د مرستو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي، مګر په یوه بل ټویټ کې یې د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې له زلزله ځپلو کورنیو سره د خېمو او نورو ضروري شیانو د مرستې خبر ورکړی.

د د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمېشنرۍ د راپور له مخې اوسمهال د جګړو له کبله له درې میلیون زیات افغانان بېځایه شوي دي.