کابل کې چاودنه؛ ۷ تنه وژل شوي او ۴۱ ژوبل دي
کابل کې چاودنه؛ ۷ تنه وژل شوي او ۴۱ ژوبل دي
Your browser doesn’t support HTML5
د طالبانو د کابل امنيه قوماندانۍ وياند وايي، په ياده چاودنه کې ۷ کسان وژل شوي او ۴ نور ژوبل شوي دي.
سیمهییزو رسنیو خبر ورکړی چې چاودنه هغه مهال وشوه، کله چې لمونځ کوونکي د جمعې له لمانځه د راوتو په حال کې و.
د کابل په وزیر محمد اکبرخان سیمه کې تر چاودنې وروسته د هغو څوارلسو ټپیانو له ډلې چې ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوې دي، څلور تنو ساه ورکړې ده.
ایمرجنسي روغتون دا خبر په خپل ټویټر کې لیکلی دی.
د کابل د امنیه قومانداني ویاند خالد ځدران ازادي ته وویل چې چاودنه د وزیر محمد اکبر خان جامع جومات مخې ته وشوه چې قربانیان یې لمونځغاړي او نور ملکیان دي.