يونېسف: برېتانيا له افغان ماشومانو سره ۳۰ ميليون ډالره مرسته وکړه

يو شمېر افغان ماشومان

د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونېسف وايي، برېتانیا له افغان ماشومانو سره نږدې ۳۰ میلیون ډالره مرسته وکړه.

یونېسف پرون (سې شنبه) په یوه خبرپاڼه کې وویل، د برېتانیا په څه باندې ۲۸ میلیون ډالره مرستې به یو میلیون او ۶ لکه کسانو ته، چې شدیدو بشري مرستو ته اړتیا لري، خواړه، د څښاک اوبه او د ماشومانو د ساتنې خدمات برابر کړي.

دې ادارې همدا راز ویلي، په دې مرسته به ۱۳۴ لکه ماشومانو ته خواړه او نور ضروري مواد رانیول شي.

ټاکل شوې چې د دغو پیسو په یوه بله برخه څه باندې ۷۰۰ زره خوارځواکه ماشومانو ته ځانګړې شي.

د دې ترڅنګ په پام کې ده چې ۳۵۰زره کسانو ته روغتیايي او وقایوي معلومات او د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

د یونېسف د مالوماتو پر اساس، د برېتانیا له لوري د مرسته شویو پیسو یوه برخه به پر ۱۸زره امیندوارو ښځو او هغو ښځو، چې ماشومانو ته شیدې ورکوي، ولګول شي.

د تېر کال د اګست په ۱۵مه د افغانستان د جمهوري حکومت له پرځېدو وروسته افغانستان په سرعت د اقتصادي بحران لور ته روان دی.

په دې مرسته به ۱۳۴ لکه ماشومانو ته خواړه او نور ضروري مواد رانیول شي.

کتونکي د لوېدیځو هېوادونو د مرستو د کمېدو ترڅنګ، وچکالي، پر له‌پسې سېلونه، زلزلې او نور طبیعي افتونه د دې سبب بولي چې، د افغانستان د نفوس لویه برخه په بهرنیو مرستو متکي شي.

په افغانستان کې د یونېسف استازي محمد اګ ایویا هم دغو عواملو ته اشاره کوي او په ځانګړي ډول د افغان ښځو د کړاونو د زیاتېدو په اړه وايي: "وچکالي، خوارځواکي، د ناروغیو پراخوالی، د جګړې زیانونه، کمزوری اقتصاد او کمزوري خدمات د ماشومانو او ښځو ستونزې سختې کړي دي."

ښاغلي ایویا د برېتانیا د مرستې د هرکلي ترڅنګ وویل، دا پیسې به یونېسف ته امکان برابر کړي چې په افغانستان کې د نجونو، هلکانو او ښځو بېړنیو اړتیا ته ځواب ووايي.

یونېسف مخکې ویلي و چې، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په افغانستان کې ۱۲.۹ میلیون ماشومانو ته مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق تر دې مخکې هم په بېلابېلو برخو کې له افغان ماشومانو او کورنیو لپاره یې په خپله لویه غوښتنه کې د دوه میلیارډ ډالرو غوښتنه کړې وه.

یونېسف ویلي و چې، په دغه پیسو سره به په افغانستان کې د ۲۴ میلیون کسان بېړنۍ اړتیاوې چې نیمايي ماشومان دي پوره کړي.

یونېسف افغانستان یو له هغه هېوادونو څخه بللی چې ماشومان په‌کې له زیاتو کړاونو سره مخامخ دي.