افغانستان
یونیسف: ۱۳ میلیونه افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف وايي، پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو کال وروسته هم ۱۳ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.
یونیسف پرون ناوخته په یوه ټوېټ کې ویلي، دوی به په افغانستان کې د هر ماشومام ملاتړ ته ژمن پاتې شي.
ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې نږدې درې نیم میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د سالنګ لار پرانیستل شوه
افغانستان کې دطالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايی د سالنګ لار پرانیستل شوه.
دوزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د سې شنبې په ورځ، د فبروري په ۲۷مه په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې دغه لویه لاره د ماسپښین له ۲:۰۰ بجو راهیسې د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده.
وزارت یو ځل بیا له خلکو غوښتي چې د سالنګ په لویه لاره د سفر پر مهال له ډېر احتیاط څخه کار واخلي، د ترافیکو قوانین مراعات کړي، او د ژمي خوراکي توکي او ګرمې جامې، او همدارنګه د وسایطو تجهیزات او توکي لکه چینونه او دموټر غوړ له ځان سره ولري.
د سالنګ لویه لاره د درنو واورو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د واورې او بارانونو له امله یې مرګ ژوبله او مالي زیانونه اوښتي دي.
د طالبانو د حکومت د طبیعي پیښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې شمېرې ښيي چې د چهارشنبې راهیسې د واورې اورښت او باران له امله څه دپاسه ۶۰ کسان مړه او له ۱۰۰ څخه زیات نور ټپیان شوي دي.
افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون څخه ډېر زیانمنونکی دی.
یو افغان ځوان په ایران کې د وروستیو لاریونونو په مهال وژل شوی
دازادې اروپا / ازادي راډیو د ایراني څانګې ،راډیو فردا،د موندنو په اساس د یزدان تمنا په نامه یو ۱۸ کلن افغان ځوان په ایران کې د وروستیو لاریونو په مهال د مرغومې په اتلسمه په مشهد کې په سر په ګولی ویشتل شوی وژل شوی دی.
دغه ځوان او یو ایرانی ملګری یې ، د قاسم اباد سیمه کې د ایران د امنیتي ځواکونو یوې پوستې ته نږدې ویشتل شوي دي.
خو په ایران کې د وروستیو لاریونونو په ترځ کې د افغانانو د وژل کیدو دقیق شمیر تراوسه نه دی خپور شوی او ایراني چارواکو هم تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
خو فردا راډیو ته سرچینو ویلي چې یوشمیر افغانان د مشهد په ګډون دایران په بیلابیلو ښارونوکې وژل شوي دي.
ددغو لاریونونو په ترځ کې د وژل شویو کسانو شمیر زرګونو کسانو ته رسیږي.
دامریکايی رسنیو رپوټونه وايي د بندیانو د خوشې کیدو په اړه د واشنګټن او طالبانو ترمینځ خبرې روانې دي
نیویارک ټایمز رپوټ ورکوي چې د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمینځ له څو میاشتو راهیسې پټې خبرې رواني دي چې تمرکز یې د بندیانو په خوشې کولو دی چې ولسشمر ټرمپ ته اولویت لري.
در پوټ په اساس، په داسې حال کې چې واشنګټن د لږترلږه دریو امریکايي بندیانو دخوشي کیدو غوښتنه کړې طالبان وايي دوی سره د دینیس والتر کویلې او پولینیسیس جاکسون په نومونو یواځې دوه امریکایان بندیان دي. طالبان وايي د محمود شاه حبیبي په نامه د دریم افغان الاصله امریکايي دبرخلیک په اړه معلومات نلري.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نیویارک ټایمز ته ویلي : « مونږ غواړو دغه دوه امریکايي بندیان ازاد شي خو په عین حال کې په ګوانتانامو کې د مونږ دبندي برخلیک هم باید څرګند شي. »
ذبیح الله مجاهد CBS نیوز امریکايي شبکې سره خبرو کې هم ویلي چې امریکايي لوري سره د بندیانو د تبادلې په تړاو خبرې روانې دي خو تر اوسه نهايي نتیجې ته نه دي رسېدلي.
د رپوټونو په اساس تیرکال طالبانو لږترلږه ۵ امریکايي بندیان ازاد کړل خو د پاته بندیانو د خوشې کیدو په اړه خبرې له بند لارې سره مخامخ شوي دي.
طالبان وايی د خبرو پرمختګ اوس په ګوانتانامو کې د وروستي افغان بندي خوشې کیدو پورې ارتباط لري.
واشنګټن وايي طالبان دبندیانو له مسئلې د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي خو طالبان دغه تور ردوي.
واشنګټن وايی په ګوانتانامو کې د محمد رحیم په نامه وروستی افغان بندي د بن لادن د ترجمان په توګه القاعده شبکه کې فعالیت کاوه.
د المپیک ملي کمیټې مشر د اسیا المپیک شورا د لیاقت جایزه ګټلي ده
په تبعید کې د افغانستان د المپیک د ملي کمیتې مشر حفیظ الله ولي رحیمي د اسیا د المپیک شورا د "لیاقت"جایزه ګټلي ده.
هغه ته دا جایزه د دوشنبې په ورځ د (جنوري۲۶مه) د ازبکستان په پلازمینه دوشنبې کې د دې شورا په۴۶مه عمومي ناسته کې ورکړه شوه.
رحیمي له ۲۰۱۸ کال راهیسې د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې مشري په غاړه لري.
په ۲۰۲۱کال کې د تیر جمهوري نظام له پرځیدو وروسته دې کمیټې په تبعید کې په کار پیل وکړ چې مشري يې ښاغلی رحیمي کوي.
که څه هم د افغانستان دننه د طالبانو حکومت احمد الله وثیق د المپیک د ملي کمیټي د مشر په توګه ټاکلی، خو د المپیک نړیواله کمیټه او د دې شورا د اسیا برخه ښاغلی رحیمي په رسیمت پیژني.
په تبعید کې د افغانستان د المپیک ملي کمیټه نړیوالو لوبو ته افغان لوبغاړي معرفي کوي.
یونیسیف؛ په ښوونځیو کې د هلکانو نوملیکنه د پخوا پرتله کمه شوې ده
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف وايي، په ښوونځیو کې د هلکانو نوملیکنه د پخوا پرتله کمه شوې ده.
یونیسیف د دوشنبې په ورځ د (جنوري۲۶مه) پر خپلې ایکس پاڼې ولیکل، "د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز، د دوه نیم میلیونو نجونو سربیره په ښوونځيو کې د هلکانو په نوملیکنه هم کمښت راوستی دی".
دې ادارې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې پر زده کړو بندیز د یوه نوي نسل راتلونکی په خطر کې اچولی دی.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې له شپږم ټولکي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګه محرومه دي.
د نړیوالو له غبرګونونو او شدیدو انتقادونو سربیره د څلورو کلونو په تیریدو سره طالبانو لا هم دغه بندیز لیرې کړی نه دی.
د افغانستان د کرکټ۱۹کلنې لوبډلې له سریلانکا ماتې وخوړه
د افغانستان تر نولس کلنو کم عمره کریکټ لوبډلې د نړېوال جام د دویم پړاو په لومړنۍ لوبه کې له سریلانکا څخه ماتې وخوړه.
د سریلانکا او افغانستان ترمنځ دا لوبه نن دوشنبه ترسره شوه چې لومړی افغان لوبډلې توپ وهنه وکړه او په ۴۹،۵ اورونو کې یې مقابلې لوبډلې ته ۱۹۳ منډې هدف وټاکه.
د سریلانکا لوبډلې وکولی شو چې په ۴۶ م اور کې ټاکل شوی هدف پوره او د ۴ ویکټو په توپیر لوبه په خپل نوم کړي.
په دې پړاو کې د افغانستان دویمه لوبه د جمعې په ورځ له ایرلینډ سره ده.
د افغانستان تر نولس کلنو کم عمره کریکټ ملي لوبډلې د نړېوال جام د لومړي پړاو په څلورم ګروپ کې جنوبي افریقا، ویسټ انډیز، او تانزنیا ته په ماتې ورکولو سره دویم پړاو ته لاره پیدا کړې ده.
د طالبانو لهخوا د رسنیو ملاتړو بنسټونو د جواز لغوه کیدو غبرګونونه راپارولي
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د طالبانو له خوا د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو لغوه کول د رسنیو د ازادیو خلاف بللي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د دوشنبې په ورځ (د جنوري ۲۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، "د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټونو د فعالیت جواز لغوه کول د رسنیو قانون او د رسنیو د ازادۍ له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي".
یاد سازمان دا اقدام "د واکمنې ادارې د یو غږیز سیاست په چوکاټ کې د بیان د ازادۍ او د رسنیو د ازادۍ د ځپلو د بهیر دوام" بللی دی.
بل پلوه، د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دوشنبې په ورځ ویلي، "دا پرېکړه له حقوقي او مسلکي معیارونو پرته عملي شوې او کولی شي د رسنیو پر ازادۍ، د خبریالانو پر امنیت او د معلوماتو پر ازاد بهیر جدي او زیانمنې پایلې ولري ".
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دوشنبې په ورځ د دلو په شپږمه اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټونه ارزولي، چې له ډلې یې د درې بنسټونو د فعالیت جواز تمدید کړی او د نورو بنسټونو جوازونه یې لغوه کړي دي.
د طالبانو حکومت له درو پرته د خبریالانو او رسنیو د ټولو ملاتړو بنسټونو جوازونه لغوه کړي دي
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دوشنبې په ورځ په دې اړه یوه اعلامیه ورکړې ده.
د دغه وزارت ویاند خبیب غفران رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي چې دوی یواځې «د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ»، «افغان مطبوعاتي مرکز» او «د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې» جوازونه تمدید کړي دي.
له دغو دریو پرته پاتې نور ټول سازمانونه او بنسټونو لغوه شوي.
د طالبانو حکومت د دغو بنسټونو مسوولین په غیر مسلکیتوب تورن کړي او ادعا یې کړې چې په نړیواله کچه یې د افغانستان د رسنیزو بنسټونو باور ته زیان رسولی وو.
د طالبانو دغه اقدام د رسنیزو فعالانو عکس العملونه پارولي.
له دې ډلې رسنیز فعال او افغانستان کې د جنوبي اسیا د رسنیو سفما پخواني مشر ضیا بومیا ازادي راډیو ته وویل چې د ده په خبره له استبدادي نظامونو له دې ډېره تمه نه شي کیدای.
تېر ډسمبر کې ۳۶۶ افغانان د ناروغیو په تېره سینه و بغل په سبب مړه شوي
د روغتیا نړیوال سازمان وايي تېر ډسمبر میاشت افغانستان کې لږ تر لږه ۳۶۶ کسان اکثر د حاد تنفسي ناروغیو په سبب مړه شوي.
دغه سازمان پرون ناوخته په خپله پاڼه په دې اړه یو تفصیلي راپور خپور کړی.
د راپور په اساس د ۲۰۲۵ کال په وروستۍ میاشت ډسمبر کې یواځې ۳۵۲ کسان د سینه و بغل / نمونیا له لاسه مړه شوي چې دا شمېر د نومبر په پرتله نږدې ۲۵ فیصده زیات دی.
په افغانستان کې د ژمي په سړو میاشتو کې د شدیدو تنفسي ناروغیو پېښې زیاتیږي چې له امله یې اکثر زیانګالي کسان او ماشومان د مرګ له خطر سره مخ وي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د آسیا د فوټسال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان پر وړاندې ترسره کوي
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د آسیا د فوټسال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان پر وړاندې ترسره کړي.
افغانستان په دې سیالیو کې په څلورم ګروپ کې له سعودي عربستان، مالیزیا او ایران سره یو ځای دی.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې د هېواد د فوټسال ملي لوبغاړي په تایلنډ کې له تمریناتو وروسته، د یکشنبې په ورځ اندونیزیا ته د سیالیو د ګډون لپاره ورسېدل.
دغه سیالۍ د دلوې له اومې څخه د دلوې د میاشتې تر ۱۸ پورې د شپاړسو لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.