په ۱۹۷۱ کال کې د افغانستان شاه ته د ملکې ایلیزابیت ښه راغلاست

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان پخواني پادشاه محمد ظاهر شاه په ۱۹۷۱ کال کې له شاهزادګۍ بلقیس سره بریتانیا ته سفر درلود. په دغه سفر کې ملکې ایلیزابیت د افغانستان د شاه تود هرکلی وکړ. ملکه ایلیزابیت چې ۷۰ کاله‌یې د واک تاج پر سر و، د پنجشنبې په شپه بریتانیا کې مړه شوه.

د افغانستان پخواني پادشاه محمد ظاهر شاه په ۱۹۷۱ کال کې له شاهزادګۍ بلقیس سره بریتانیا ته سفر درلود. په دغه سفر کې ملکې ایلیزابیت د افغانستان د شاه تود هرکلی وکړ.

ظاهر شاه په ۲۰۰۷ کال کې، په داسې حال کې چې له شاهي حکومت‌یې لسیزې اوښتې وې، په کابل کې مړ شو.

ملکه ایلیزابیت چې ۷۰ کاله‌یې د واک تاج پر سر و، د پنجشنبې په شپه بریتانیا کې مړه شوه.