د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

د ملکې اليزابت د تدفين مراسم؛ افغانستان او د يو شمېر هېوادونو چارواکي نه‌دي بلل شوي


د ملکې اليزابت تابوت
د ملکې اليزابت تابوت

د برېتانیا د ملکې دويمې الیزابیت د تدفین مراسمو ته د افغانستان په شمول د څو هېوادونو چارواکي نه‌دي بلل شوي.

په دې مراسمو کې، چې د دوشنبې په ورځ په لندن کې ترسره کېږي، د افغانستان ترڅنګ سوریې، میانمار، بیلاروس، وينزويلا او روسیې ته بلنه نه‌ده ورکړل شوې.

نورو ټولو هغو هیوادونو ته چې برېتانیا ورسره دیپلوماتیکې اړیکې لري، بلنلیکونه استول شوي دي.

برېتانیا له سوریې او وینزویلا سره دیپلوماتیکې اړیکې نه‌لري خو له روسیې او بیلاروس سره یې لري.

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته له رسېدو وروسته له کابله هیڅ استازي ته بلنه په دې خاطر هم نه ده ورکړل شوې چې برېتانیا د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌پېژني.

د دويمې الیزابیت د تدفین مراسم د دوشنبې په ماسپښین په لندن کې ترسره کېږي.

د ملکې اليزابت تابوت په يوه موټر کې لېږدول کېږي چې خلک يې ليدو ته راوتلي دي.
د ملکې اليزابت تابوت په يوه موټر کې لېږدول کېږي چې خلک يې ليدو ته راوتلي دي.

دويمه الیزابیت په برېتانیا کې له اویا کاله واکمنۍ وروسته د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د سکاټلنډ په بالمورال کې د ۹۶ کلونو په عمر مړه شوه.

د دې له مړینې وروسته يې مشر زوی ۷۳ کلن چارلس د برېتانیا پاچا شو.

د دويمې الیزابیت د تدفین په مراسمو کې له شپږو هېوادونو غوښتل شوي چې هیڅ استازی ور ونه لیږي او د ایران، نیکاراګوا او شمالي کوریا په شان هېوادونو ته ویل شوي چې خپل استازي ورلېږلی شي.

خو د نورو هېوادونو مشران یا د مشرانو ځانګړي استازي دې مراسمو ته بلل شوي دي.

د مشترک المنافع یا کامن ویلت هېوادونه، چې د برېتانیا پاچا یا ملکه د خپلو هېوادونو مشر یا مشره مني، اجازه لري چې صدراعظمان، ګورنر جنرالان، سفیران او تر لسو پورې نور جګپوړي چارواکي واستوي.

XS
SM
MD
LG