د دې اوونۍ د زهرو کاروان په خپرونه کې به واورئ چې ملګري ملتونه وايي، له بديلو مرستو پرته په افغانستان کې د کوکنارو د کښت منع کولو بېوزلي ډېره کړې ده.
په يوه بل راپور کې به واورئ چې په کندهار کې د معتادینو د درملنې یوازیني مرکز د معتادینو بستري خدمتونه بند کړل.
په دې خپرونه کې د امېدوارو معتادو ميندو په ګېډه کې د ماشوم د سوء شکل يا نيمګړي پرمختګ په اړه له ډاکتر واحدالله کوشان سره مرکه شوې.
دغه راز د يوه معتاد خاطره او په پای کې ډرامه هم اورېدلای شئ.
د دې خپرونو د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5